یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

روسيې د امريکا قراردادي سرتېرو ته د افغان جګړې له سپارلو سره مخالفت وکړ

24 زمری 1396

روسيه وايي چې په افغانستان کې د امريکا نظامي ماموريت له ناکامۍ سره مخ دى او له دغه هېواده يې غوښتي چې له افغانستانه خپل پوځونه وباسي.
دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف له يوې روسۍ ورځپاڼې سره په يوه تازه مرکه کې کړې دي.
هغه زياته کړې: ((روسيې هېڅکله له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو کې د بېړې کولو خبره نه ده کړې، خو په تېرو څو کلونو کې امريکايي ځواکونو په دغه هېواد کې هېڅ ونه کړل؛ نو اوس بايد ولاړ شي.))
کابلوف ويلي چې په افغانستان کې د امريکا پوځي ماموريت له ناکامۍ سره مخ شوى دی.
نوموړي وېره څرګنده کړې چې که حالات همداسې وي؛ نو افغانستان به په نړۍ کې د ترهګرۍ زېږد ځای شي.
د روسيې ځانګړي استازي، په افغانستان کې د امريکا خصوصي امنيتي کمپنۍ ته د جګړې له سپارلو سره هم مخالفت څرګند کړى دى.
هغه زياته کړې چې هېواد يې له دغه کار سره مخالف دى، سره له دې چې په واشنګټن کې يې ځينو پوځي چارواکو سره په دې اړه سلا مشورې کړې دي.
د امريکا د خصوصي کمپنۍ (بلک واټر) مشر په دې وروستيو کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړانديز کړى چې د افغانستان د امنيت مديريت دې خصوصي امنيتي کمپنۍ ته ورکړل شي.
د روسيې ځانګړي استازي کابلوف ويلي: ((امريکا د نا هيلۍ په حالت کې ده، د مسلکي ځواکونو پر ځاى د امنيت چارې قراردادي ځواکونو ته ورکول چټي کار دى، چې هېڅ ګټه به ونه لري.))
د هغه په وينا، قراردادي سرتېري د جګړې پر مهال تېښته کوي، هغوى د نړۍ په بېلابيلو سيمو کې د پيسو په بدل کې دندې ترسره کوي، دوى به څه ډول له طالبانو سره جګړه وکړاى شي؟
د افغانستان حکومت ويلي چې امريکا تر اوسه په دې اړه ورسره موضوع نه ده مطرح کړې او نه يې مشوره کړې ده.
د ملي امنيت شورا وياند قادر شاه څو ورځې مخکې ويلي وو چې افغانستان او امريکا د دولتونو په کچه امنيتي تړون لري او ټولې پرېکړې پر همدې اساس کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.