یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د بلخ ولایتي شورا د غړي محمد اصف مومند دنده ځنډول شوې

24 زمری 1396

د بلخ ولايتي شورا د وکيل محمد اصف مومند دنده يې د غير حاضرۍ له امله ځنډولې خو مومند وايي چې ولايتي شورا دغه پرېکړه د بلخ د والي عطامحمد نور د فشار په پايله کې کړې ده.
د بلخ ولايتي شورا رييس ډاکتر محمدافضل حديد د زمري په ۲۳مه وويل چې د دغې شورا وکيل محمد اصف مومند له تېرو څلور مياشتو يوه ورځ هم شورا ته نه دی راغلی.
نوموړي زياته کړه چې د ولايتي شورا د داخلي طرزالعمل او د ولايتي شورا د قانون له مخې دوی مسووليت درلود چې پر وړاندې يې تصميم ونيسي.
د هغه په وينا، د ولايتي شورا له دوه ثلثه ډېرو وکيلانو په تصميم شورا قانوني حق لري چې د يو وکيل له درې مياشتنۍ غير حاضرۍ وروسته د هغه دنده وځنډوي.
د ولايتي شورا رييس وويل: ((د اصف مومند پر وړاندې د ولايتي شورا له اتلس وکيلانو څوارلسو لاسليک وکړ چې بايد دنده يې وځنډول شي.))
نوموړي زياته کړه چې پر همدې بنسټ يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون او سيمه ييزو ارګانونو ادارې ته رسمي مکتوبونه لېږلي چې د محمد اصف مومند امتيازات او معاشونه بند کړي او پر ځای يې بل کس چې په ټاکنو کې يې لوړه رايه اخيستې وي، د وکيل په توګه دوی ته معرفي کړي.
خو محمد اصف مومند له رسنیو سره په همدې تړاو خبرو کې وويل چې دی د خلکو په رايه وکيل شوی او هېڅ وکيل يې د منفک کېدو حق نه لري.
نوموړی منی چې درې مياشتې ولايتي شورا ته نه دی ورغلی خو وايي چې له وطنه هم بهر نه وو او دغه موده يې ټوله د خپل سياسي مجبوريت له امله په کابل کې تېره کړې ده.
د هغه په وينا، د کومو درې مياشتو د غير حاضرۍ له امله چې د ده دنده ځنډول شوې، د هماغو مياشتو امتيازات او معاشونه يې اخيستي دي.
مومند د ولايتي شورا د يادې پرېکړې تر شا د بلخ والي عطامحمد نور لاس لرلو يادونه وکړه.
نوموړي زياته کړه: ((استاد عطامحمد نور له ما سره له وروستيو جنجالونو وروسته پر ولايتي شورا دغه کار کړی دی، استاد عطا زما وظيفه په تعليق کې راوستې ده.))
خو د بلخ د والي عطامحمد نور وياند منير فرهاد وويل چې دوی د محمد اصف مومند د چارو او کړنو په اړه هېڅ ويلو ته اړتيا نه ويني.
نوموړي زياته کړه چې ولايتي شورا بېله اداره ده او خپل تصميمونه په خپله د قانون په رڼا کې نيسي.
د هغه په وينا، دوی هېڅکله د ولايتي شورا په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.
خو منير وويل چې د محمد اصف مومند پر وړاندې ولايتي شورا د قانون له مخې تصميم نيولی او ولايت مقام يې ملاتړ کوي.
بلخوا د بلخ د ټاکنو کمېسيون وايي چې تر دې دمه د محمد اصف مومند په نامه دوی ته کوم مکتوب نه دی رسېدلی.
د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون مسوول ضياءالدين حياتي وويل چې دوی اجرائيوي صلاحيت لري، که چېرې د بلخ ولايتي شورا مکتوب دوی ته ورسېږي، نو دوی به يې د ټاکنو کمېسيون مرکزي دفتر دارالانشا ته وړاندې کړي.
نوموړي زياته کړه چې د ولايتي شورا ګانو د قانون له مخې که چېرې يو وکيل درې مياشتې په مسلسل ډول غير حاضر وي نو د قانون له مخې ولايتي شورا حق لري، چې پر وړاندې يې تصميم ونيسي.
محمد اصف مومند د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د وزير اباد کلي اوسېدونکی دی، چې د ولايتي شورا په تېرو ټاکنو کې د بلخ ولايتي شورا ته بريالی شوو.
نوموړی له تېرو شپږ مياشتو له بلخ والي سره په سياسي مخالفت کې ښکېل شوى چې له امله يې بار بار د والي پر خلاف سياسي څرګندونې کړي او هغه يې د ځمکو پر غصب او پر اداري فساد تورن کړی دی.
مومند له تېرو څلورو مياشتو راهيسې په کابل کې اوسېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.