دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

احساس : د کابل ښار پر امنيتي پلان عمل پيل شوى

24 زمری 1396

د کابل ښار په امنيتي پلان کې لومړيتوب د پيلوماتيکو سيمو ته ورکړل شوى او دغه پلان به په يادو سيمو کې تر پلي کېدو وروسته د کابل ښار په ټولو سيمو او ولسواليو کې پلى شي.
دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال او د کابل پوليسو د اسمايي زون قوماندانۍ سرپرست لوى پاسوال محمد سالم احساس د زمري په ٢٣مه، د کابل ښار د امنيتي پلان تشريح کولو په غونډه کې وکړې.
په دې غونډه کې د کابل والي، د ښاروالۍ سرپرست او د پلازمېنې زون د پراختيا د خپلواکې ادارې مشر ګډون کړى وو.
سالم احساس وويل، د کابل ښار  د امنيتي پلان له مخې په دپيلوماتيکو سيمو کې چې د ښار  د امنيتي تدابيرو زرغون کمربند نوم ورکړل شوى، ۲۶ د تالاشۍ پوستې او ۲۷ انحرافي موانع جوړ شوي دي.
د هغه په وينا، دغه راز يادو  سيمو  ته نږدې لس نورې انحرافي موانع رامنځته شوي چې په بېړنيو حالاتو کې به وکارول شي.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال وويل، په کابل ښار کې د غبرګولي د ۱۲ نېټې تر پېښې وروسته امنيتي ارګانونو په ګډه د امنيتي ګواښونو د مخنيوي په موخه له ارزونو وروسته يو امنيتي پلان طرحه کړ  چې د  ولسمشر غني له خوا هم تاييد شو.
احساس د ديپلوماتيکو ساحو نومونه په ډاګه نه کړل، خو ويل کېږي چې د شش درک، وزير اکبرخان، شېرپور سيمو تر څنګ ځينې نورې ساحې د کابل ښار په امنيتي زرغون کمربند کې شاملې دي.
دی زياتوي: "  هغه موټر چې  لوړ تناژ لري او خدمات عرضه کوي له يوې ټاکلې لارې  به تر کره څېړنو او پلټنو وروسته ديپلوماتيکو سيمو ته ننوځي."
د هغه په وينا، د تالاشۍ په يادو پوستو کې به د نورو امنيتي ارګانونو په همغږۍ پوليس په دوراني ډول پر دندو ګومارل کېږي او تر څنګ به يې د امنيتي پلټنو په موخه هر چک پاينټ ته روزل شوي سپي هم ورکړل شي.
احساس وايي، چې تر اوسه اتو چک پاينټونو ته ياد روزل شوي سپي ورکړل شوي دي.
د ده په وينا، د دې تر څنګ به په ښار کې د پوليسو ګزمې، د سکن ثابت، سيار ماشينونه او امنيتي کامرې هم نصب شي.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال زياتوي، د کابل ښار په امنيتي طرحه کې د لاريونونو او ناستو پر مهال د ممکنه تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه د تاوتريخوالي ضد ۵۰۰ کسيزه کنډک هم په پام کې نيول شوى  چې ډېر ژر به په  خپل کار  پيل  وکړي.
سالم احساس وويل، ياد پلان به په لنډ مهاله موده درې مياشتې او منځمهاله موده شپږو مياشتو کې پلى شي.
په ياده ناسته کې د کابل والي حامد اکرام د ياد پلان په جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې دغه پلان به په ټاکلو سيمو کې تر پلي کېدو وروسته په کابل ښار، ولسواليو او وروسته به بيا دا ډول امنيتي پلان په نورو ولايتونو کې هم پلى شي.
دی زياتوي، د زنبق څلور لارې تر پېښې وروسته ، اړينه وه چې ورته پلان جوړ شي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيبزي په ياده غونډه کې وويل چې دوى د دغه امنيتي پلان د ښه پلي کېدو لپاره پروګرامونه لري.
هغه زياته کړه، په کابل ښار کې د موټرو د ګڼې ګوڼې د کموالي، د سړکونو د بياجوړولو، د امنيتي کامرو نصبول، هغه کړنې دي چې له ياد امنيتي پلان سره مرسته کولى شي.
خو حبيبزي ونه ويل چې ياد کارونه به تر کومې مودې  تر سره شي.
د پلازمېنې زون د پراختيا ادارې مشر الهام عمر هوتکي وويل چې د وزير اکبر خان پر سړک د موټرو د تګ راتګ د کموالي په موخه بايد د بي بي مهرو، قلعه ناظر او قلعه موسى په غير پلاني سيمو کې بديل سړک جوړ شي.
د ده په وينا، که چېرې د سړک د جوړولو په حال کې کوم کورونه نړول کېږي لومړی هغوی ته کورونه ورکړل شي او  وروسته به ياد سړک جوړ کړای شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.