دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

جنرال مبین: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ټپي شوى

24 زمری 1396

د هېواد په شمال کې امنيتي ځواکونه وايي چې د طالبانو وياند د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوى، خو د داعش يو ډلمشر انورالحق جابر د جوزجان په قوش تپې ولسوالۍ کې وژل شوى دى.
په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال امان الله مبين وويل چې د فارياب د غورماچ ولسوالۍ د وړمې ورځې نښته کې د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد ټپي شوى دى.
هغه په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
له بلې خوا ځيني خبريالان له پر له پسې اړيکو وروسته هم ونه توانېدل چې له ذبيح الله مجاهد سره اړيکه ونيسي، خو  مجاهد خبريالانو ته په استول شوي ليکلي پيغام کې دا رد کړې چې ګني ټپي شوى دى.
د غورماچ ولسوالۍ دوه ورځې وړاندې له ٢٠ ورځنۍ محاصرې وروسته د څلورم ځل لپاره د وسله والو مخالفينو لاسته ورغله او اوسمهال د وسله والو مخالفينو او  امنيتي ځواکونو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
د قوش تپې ولسوال امين الله هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې د انورالحق په نوم داعش ډلمشر چې په جابر مشهور و، د طالبانو له لوري وژل شوى دى.
هغه زياته کړه: ((جابر څه موده وړاندې د طالبانو په ليکو کې فعاليت درلود، خو ډلې پرې شک وکړ او بې وسلې يې کړ، اوس له يوې مياشتې راهيسې له داعش سره يو ځاى شوى و، تېره شپه د قوش تپې په شيربيګ کلي کې طالبانو نيولى او وژلى دى.))
د سيمې اوسېدونکي سيد رسول وويل چې د دغه قوماندان مړى چې په سيمه کې پاتې دی، تر اوسه يې تسليمي ته څوک نه دي ورغلي؛ ځکه دا ساحه د طالبانو په واک کې ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.