دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

داعش وسله والو د ننګرهار په هسکه مېنه کې کورونه سوځولي

24 زمری 1396

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه شوې چې له امله يې د يو قوماندان په ګډون شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي چې د نښتې پر مهال داعش وسله والو دوه کورونه هم سوځولي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د زمري په ۲۴مه وويل چې تېره شپه داعش وسله والو  هسکې مېنې ولسوالۍ اړوند د یاغي بند پر پوسته او د ملکي خلکو پر کورونو برید کړى دى.
هغه زياته کړه، له ترلاسه شوو معلوماتو سره سم سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او وسله وال يې شا تګ ته اړ کړي دي.
نوموړی وایي چې د ځوابي برید په ترڅ کې د داعش د شل کسيزې ډلې مشر خوشحال مشهور په هادي او يو بل غړی يې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي او زیاتوي چې د وژل شوو جسدونه د نښتې په ځای کې پاتې دي.
دی وايي، په نښته کې د داعش له لوري د ملکي وګړو دوه کورونه سوځول شوي او په نښته کې پولیس او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.