دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

ډاکتر عبدالله د بلاروس له چارواکو سره پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې کوي

24 زمری 1396

د حکومت اجرائيه مشر د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د يوه رسمي سفر په ترڅ کې بلاروس او قزاقستان هېوادونو ته روان شو.
د حکومت د اجرائيه رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله عبدالله نن سهار د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د يوه رسمي سفر په ترڅ کې بلاروس او قزاقستان هېوادونو ته روان شو او د بلاروس پلازمېنې مينسک ښار ته رسېدلى دى.
په دې ناسته کې به د حکومت اجرائيه مشر د ياد هېواد له ولسمشر، لومړي وزير او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره پر ليدو سربېره د کابل او مينسک تر منځ د دوه اړخيزه همکاريو او اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې اترې وکړي.
ډاکټر عبدالله به د مينسک ښار له صنعتي-توليدي فابريکو ليدنه وکړي او د کرنې او صنعت په برخه کې به د بلاروس له چارواکو سره هم خبرې اترې وکړي.
له بلاروس وروسته به د هېواد اجرائيه مشر د اکسپو د ٢٠١٧ زېږديز کال په نندارتون کې د ګډون په موخه د قزاقستان پلازمېنې استانې ته سفر وکړي او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره په ناستو کې به د افغانستان او قزاقستان اړيکو د پراختيا په اړه خبرې اترې وکړي.
دغه راز به ډاکټر عبدالله په قزاقستان کې د افغانستان سفارت کې د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو ورځې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
د حکومت له اجرائيه مشر سره په دغه سفر کې د عدليې، سوداګرۍ او صنايعو او کرنې وزيران او د بهرنيو چارو، اطلاعات او فرهنګ وزارتونو سرپرستان او د اقتصاد وزارت مرستيال، د وزيرانو شورا د دارالانشا مشر، د سوداګرۍ خونې عامل پلاوى، مسکو کې د افغانستان سفير او د اجرائيه رياست يو شمېر سلاکاران ملګرتوب کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.