دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

کندوز کې ځانمرګي برید اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

24 زمری 1396

په کندوز کې د ملي امنيت پر ځانګړو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى چې په کې اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صفرمحمد اکبري د زمري په ٢٤مه وويل چې نن شاوخوا دوولس بجې د چهار درې ولسوالۍ په دوبندي سيمه کې د ملي امنيت پر ځانګړو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى دى.
هغه وايي: ((د ملي امنيت ځواکونه پر عملياتو بوخت وو چې يوه مشکوک کس پرې د دوی له غږ وروسته ځان ته چاودنه ورکړې ده.))
د اکبري د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ملي امنيت يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
خو په ياده سيمه کې د پوليسو د پوستې قوماندان لومړي څارن حيات الله وويل چې په دغه بريد کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه د وژل شوو او ټپيانو د کره شميرې په اړه معلومات نه درلودل خو زياته يې کړه چې په دغه بريد کې درې ټانکونه هم تخريب شوي دي.
حيات الله زياته کړه: ((پلان دى چې په دې ولسوالۍ کې عمليات ترسره شي نو دغه ځواکونه دلته ولاړ وو چې بريد پرى وشو.))
هغه وايي چې د ياد بريد له امله اوسمهال د کندوز- چهاردرې ولسوالۍ لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
په دې سيمه کې د ګل رحيم په نوم يو عيني شاهد وويل: ((پر امنيتي ځواکونو باندې ډېره قوي چاودنه وشوه.))
هغه وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري خو سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.
د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې دغه بريد د قلعه زال اوسېدونکي شفيق الله د کرولا موټر په وسيله ترسره کړى دى.
ده وويل چې په بريد کې د ملي امنيت ځواکونو تر څنګ لسګونو پوليسو او کومانډو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.