دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

طالبان: که امریکا نور سرتېري را ولېږي، موږ به یې له سیالانو مرسته وغواړو

24 زمری 1396

وسله والو طالبانو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په يوه پرانيستي ليک کې ګواښ کړى چې که افغانستان ته يې نور سرتېري ولېږل؛ نو دوى به د امريکا له سيالو هېوادونو مرسته وغواړي.
طالبانو دغه پرانيستى ليک د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نامه د زمري په ٢٥مه خپور کړى چې يوه کاپي يې رسنیو ته هم لېږل شوې ده.
په دغه ليک کې طالبانو د امريکا ولسمشر ته ويلي، دغه حقيقت بايد درک کړي چې ځينو افغان چارواکو د خپلو شخصي ګټو لپاره دوى ته غلط معلومات ورکړي دي.
طالبانو د امريکا ولسمشر ټرمپ ته ويلي، که تاریخي سوابق وګورئ، افغانان په نړۍ کې ستاسو محسنین دي، هغوى هم تاسې او هم ټوله نړۍ د خپلو قربانیو پر مټ د کمونیزم له سره ښاماره خلاصه کړه.
دوى زياته کړې، د افغانانو د احسان بدل بايد له هغوى سره په نېک انساني تعامل کولو ورکړل شي نه دا چې د جګړې په اور کې وسوځول شي.
د طالبانو په پرانيستي ليک کې راغلي: ((افغانان د امریکایانو په شمول د نړۍ هېڅ کوم ولس ته د ضرر رسولو بد نیت نه لري، خو چې د دوى په حريم څوک تېری وکړي بیا یې د تېري کوونکو د ځپلو او ماتولو هنر ډېر ښه زده دی.))
طالبانو ويلي، د امريکا اوسنيو مشرانو د پخوانيو تېروتنې درک کړې؛ ځکه يې د افغانستان په اړه پر خپلې تګلارې ژور فکر او پلټنې پيل کړې دي.
سرچينې زياته کړې، د امريکا د کانګرېس ځيني غړي او په افغانستان کې يې پوځي جنرالان د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو مشورې ورکوي، خو امريکايي مشران بايد په دې اړه مسوولانه چلند وکړي.
د طالبانو په پرانيستي ليک کې راغلي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل د بهرنيو ځواکونو شتون دى.
دوى زياته کړې، افغانستان ته د نورو سرتېرو په لېږلو سره امريکا ته له نورې پوځي او اقتصادي تباهۍ پرته بل هېڅ توجيه نه لري.
هغوى زياته کړې دي چې طالبانو په افغانستان کې د ډېرو فتنو او ګډوډيو مخه نيولې ده او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.
په دغه پرانيستي ليک کې طالبانو ګواښ کړى چې که دلته نور سرتېري را ولېږل شي نو دوى به اړ شي چې د امريکا سيالانو ته د مرستې لپاره لاس اوږد کړي.
دوى له ټرمپ څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه واقعيتونه درک کړي او پر حقايقو ولاړه پرېکړه وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.