یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

سرچينه: د سرپل ميرزا اولنګ درې زياته برخه بيا وسله والو مخالفينو ونيوه

25 زمری 1396

يوه باوري سرچينه وايي چې د سرپل د صياد ولسوالۍ د ميرزااولنګ درې ډېره برخه يو ځل بيا د دولت د وسله والو مخالفينو لاس ته لوېدلې، خو د کورنيو چارو وزارت دغه څرګندونې ردوي.
يادې حکومتي سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې په ياده دره کې پر مېشتو دولتي ځواکونو بريد وکړ.
هغه وويل چې د دغې درې ډېره سيمه نن سهار شاوخوا څلور بجې د وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېده او دولتي ځواکونو د درې لويديځ ته د شيرم په نوم غره ته شاتګ کړى دى.
وسله والو طالبانو هم وېيلي چې د ميرزااولنګ دره يې نيولې ده.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش په خپله فېسبوک پاڼه کې دغه څرګندونې رد کړې او ويلي يې دي چې ميرزاولنګ دره د دولتي ځواکونو په کنټرول کې ده.
دغه دره يو ځل مخکې د روانې زمري مياشتې په ديارلسمه شپه د دولت وسله والو مخالفينو نيولې وه، خو د همدې مياشتې  په ٢٣مه بېرته دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغله.
 د راپورونو له مخې وسله والو مخالفينو تېر ځل د دې درې د نيولو پر مهال شاوخوا٥٠ ملکي وګړي وژلي، خو طالبانو ويلي چې دوى ملکي وګړي نه دي وژلي.
دولتي ځواکونو د سيمې د خلکو په مرسته تېره ورځ په ميرزا اولنګ سيمه کې د وژل شوو ٣٩ کسانو مړي په دوو ډله ييزو او دوو انفرادي قبرونه کې وموندل او د ولايت مرکز ته يې ولېږدول.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.