یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

حکمتيار: د حزب بېلابېل دفترونه تړل کېږي او تر یو چتر لاندې به راشي

25 زمری 1396

د حزب اسلامي مشر حکمتيار وايي چې د ګوند د انسجام لپاره کار روان دی او بېلابېل دفترونه  يې تړل کېږي  او تر يو چتر لاندې به راټول شي.
د  حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتره د زمري په ٢٦مه رسینو ته په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې د کونړ ولايت له يو شمېر سپين ږيرو، قومي مشرانو او ځوانانو سره دليدنې پر مهال کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې د کونړ قومي مشرانو په دې کتنه کې د سولې له پروسې خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي شول.
دوی له حکمتياره وغوښتل چې د سولې او امنيت په تامين کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي؛ ځکه دا د افغانستان د خلکو ستره هيله ده.
هغه زياته کړه، د افغانستان قومونه بايد يوموټی شي، د حزب اسلامي د انسجام لپاره کار وشي او د ځوانانو ونډه پیاوړې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د حزب اسلامي مشر حکمتيار وويل، لکه څنګه چې د کونړ خلکو په جهاد کې ځلانده ونډه اخيستې، هيله مې دا ده چې اوسنيو ناخوالو ته هم د پای ټکی کېږدي او د هېواد په بيارغونه کې رغنده رول ولوبوي.
د نوموړي په وينا، کونړ بايد د سولې کور وي، د هېڅ افغان وينه تويه نه شي، د کونړ ولسونه په خپلو سيمو کې جنګ پای ته ورسوي او د سولې لپاره کار وکړي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه، طالبان هم بايد له جنګ څخه لاس واخلي؛ ځکه دا جنګ د بهرنيانو له خوا پر افغانانو تپل شوی او ګټه يې يواځې بهرنيانو ته رسېږي.
نوموړي وويل، ملت له جنګه ستړی دی، د جنګ غوښتونکو ملاتړ نه کوي او سوله غواړي.
هغه دا هم وويل چې د حزب اسلامي د انسجام لپاره کار روان دی، بېلابېل دفترونه به تړل کېږي او تر يو چتر لاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د ځوانانو په هکله د حزب اسلامي مشر وويل چې نوی نسل د جهاد په غېږه کې روزل شوی او دوی د پخوا په پرتله ډېرې وړتياوې لري.
د هغه په خبره، ځوانان کولی شي چې دغه هېواد د پرديو له مداخلو وژغوري، خو د دوی ونډه بايد ځلانده شي او د هېواد په مهمو مسایلو کې فعال رول ولوبوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.