یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د بلخ د ولايتي شورا غړى محمد اصف مومند د ملي امنيت له بنده ازاد شو

26 زمری 1396

د بلخ د ولايتي شورا غړى محمد اصف مومند څو شېبې وړاندې د ملي امنيت له بنده ازاد شو او د کابل پر لوري يې حرکت وکړ.
د محمد اصف مومند ورور مصطفى مومند د زمري په ٢٦مه وويل چې ورور يې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د ملي امنيت له بنده ازاد شو.
هغه وايي چې ورور يې له ازادېدو سره سم په الوتکه کې پورته شو او د کابل پر لوري يې حرکت وکړ.
ده زياته کړه: (( کله چې مې ورور کابل ته ورسيږي نو په هوايي ډګر کې به رسنيو ته معلومات هم ورکړي.))
د بلخ د ولايتي شورا غړي محمد اصف مومند د روانې زمري مياشتې په ١٦مه د بلخ پر والي عطامحمد نور تور ولګاوه چې په پراخه کچه په فساد کې لاس لري. مومند دعوه کړې وه چې عطامحمد نور  پر مرګ ګواښلى دى.
د راپورونو له مخې مومند تېره (دوشنبې) له کابل نه بلخ ته ولاړ، خو د بلخ په هوايي ډګر کې ونيول شو او د نيولو پر مهال يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته. د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه بېلابېلې څرګندونې کېږي.
د بلخ امنيه قوماندان ويلي چې مومند د بلخ والي عطامحمد نور ته نږدې وسله والو نيولى؛ والي ويلي چې مومند د امنيتي ارګانونو د مکتوب پر بنسټ نيول شوى، خو لويه څارنوالي وايي چې د مومند د نيولو امر يې نه دى کړى.
لويې څارنوالۍ دا هم ويلي چې ولسمشر يو لوړپوړى پلاوى د مومند د نيولو موضوع د هر اړخيزو څېړلو لپاره ګومارلى او بلخ ته تللى دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.