یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

فراه کې د افغانستان د بنسټ اېښودو ۲۷۰یمه کالیزه ونمانځل شوه

26 زمری 1396

د افغانستان ولسي تحريک، د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودو او د احمدشاه بابا د تاج په سر کولو ٢٧٠ يمه کاليزه په فراه کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.
د دغه تحريک کسانو په شاوخوا ٤٠٠ موټرو کې چې د احمدشاه بابا انځورونه او ملي بيرغونه يې لېږدول، د فراه په مرکز کې له هوايي ډګره تر باغ پل سيمې ولاړل او د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودنکي او له ١٧٤٧ تر ١٧٧٢ زېږديز کال پورې د دغه ملک د واکمن احمدشاه بابا د تاج په سر کولو ٢٧٠ يمه کاليزه يې ونمانځله.
د دغه تحريک غړي نقيب الله نېکمل چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، غوښتنه وکړه چې د افغانستان ملي حاکميت او خپلواکۍ ته د درناوي په موخه دې د معاصر افغانستان د بنسټ ورځ د چنګاښ ٢٥مه دې هر کال د دولت له لوري ټول هېواد کې د ملي جشن په توګه ونمانځل شي او رسمي رخصتي دې اعلان شي.
دغه راز ده وويل چې د احمد شاه بابا انځور دې د افغان ملت د بابا، د معاصر افغانستان د بنسټګر او د افغان ملت د ملي يووالي د سمبول په توګه په رسمي ډول په ټولو دولتي ادارو کې ولګول شي.
نېکمل وايي چې د هېواد هر ولايت کې دې لومړى درجه علمي او ملي بنسټونه د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا په نامه ونومول شي.
افغانستان چې پنځه زره کلن تاريخ لري، لومړى د اريانا او بيا د خراسان په نامه ياد شوى، خو په ١٧٤٧ زېږديز کال کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ټولې اريانا او خراسان ځاى ونيو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.