یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

ننګرهار کې د پاکستاني ځواکونو توپچي بريدونو له امله دوه ملکي وکړي ټپيان شوي

26 زمری 1396

د ننګرهار په مومنددرې ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د توغنديز بريدونو له امله دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
راپورونه وايي چې پاکستاني ځواکونو له پرون راهيسې پر دې ولسوالۍ ۳۶ توغنديز بريدونه کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ۲۶مه وويل چې د مومنددرې ولسوالۍ پر خاورۍ سيمه تېره ورځ د ډيورنډ کرښې له هغې غاړې پاکستاني ځواکونو بيا د توپ ۳۶ مرمۍ راتوغولې دي.
دی وايي چې د دغو مرميو له امله چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه يې هم ځايي اوسېدونکو ته مالي زيانونه اړولي دي.
خو د مومنددرې ولسوالۍ يوې باوري سرچينې د نوم نه خپراوي په شرط وويل چې د پاکستاني ځواکونو د توپچي بريدونو له امله دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړی مني چې توپچي بريدونو کورونو ته زيان نه دی رسولی خو وايي ګڼ شمېر کورنۍ نورو سيمو ته کډه شوې دي.
په همدې حال کې د سيمې اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د پاکستاني ځواکونو د دغو بريدونو مخه دې ونيول شي.
د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي غلام سخي وويل چې حکومت بايد لومړی له ډيپلوماتيکو لارو د دغه کار مخه ونيسي او که نه کېږي، بالمثل عمل دې ورسره وکړي.
تر دې وړاندې هم د ننګرهار پر مومنددرې، لعلپورې، ګوشتې او اچين ولسواليو پاکستاني ځواکونو همدا ډول خپلسري توپچي بريدونه کړي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.