د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت اچين ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو پرمهال ۴۵ داعش وسله وال وژل شوي چې بهرني وسله وال هم په کې شامل دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقوال د زمري په وويل، پرون ناوخته د اچين ولسوالۍ اړوند په مکراڼه سيمه کې بهرنيو ځواکونو د داعش وسله والو پر پټنځايونو هوايي بريدونه کړي دي.
دی وايي، د بريدونو پرمهال ٤٥ داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.
د مشرقيوال د معلوماتو له مخې، په وژل شوو داعش وسله والو کې بهرني وسله وال هم شامل دي او د بريدونو پرمهال د دغې ډلې يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ډاډ ورکړ چې د دغو بريدونو پرمهال ملکي خلکو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
ننګرهار کې د بهرنيانو په ګډون ۴۵ داعش وسله وال ووژل شول
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.