په خوست ښار کې په يوه موټر کې د مقناطيسي ماين چاودنې يو کس وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وويل، دغه چاودنه نن مازيګر په ۵:۴۵ بجو د خوست ښار په مجاهد څلور لاري کې په يوه سراچه کې موټر شوې ده.
ده زياته کړه، د چاودنې په پايله کې په موټر کې ناست يو کس لومړی ټپي شوی و او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
په ورته وخت کې د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري وويل، په ياده چاودنه کې يو کس وژل شوی او دوه لارويان ژوبل شوي دي.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت وايي، دغه په نښه شوي کس په خوست ښار کې د خوراکي توکو پلورنځی درلود، په دولت او يا بله کومه اداره کې يې رسمي دنده نه درلودله.
له تېرې ورځې راهيسې په خوست ښار کې دا دويمه بمي چاودنه ده چې د مقناطيسي ماين په وسيله کېږي.
د تېرې ورځې چاودنه هم په يوه ملکي سراچه موټر کې شوې وه، چې په پايله کې يې د موسی خېلو ولسوالۍ د مرغې ښوونځي مدير سخت ټپي شوی دی.
تر اوسه د دواړو بمي چاودنو مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
خوست کې چاودنې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.