د کندوز د ملي امنيت يوه سرچينه وايي، د دې ولايت د هوايي ډګر امر د دوى د ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
دې سرچينې وويل چې د کندوز د هوايي ډګر امر سيد انور سادات د ملي امنيت د ځواکونو له خوا د اداري فساد په تور نن نيول شوى دى.
نوموړي د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې نوموړى همدا مهال له يادو ځواکونو سره دى.
سادات له درې کلونو راهيسې د کندوز د هوايي ډګر د امر په توګه دنده ترسره کوله.
د يادولو ده، چې د دې هوايي ډګر د پراختيا چارې له څو مياشتو راهيسې روانې دي.
د کندوز د هوايي ډګر امر ونيول شو
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.