یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د جمعه خان همدرد زوی : عطامحمد نور په بلخ کې جعلي طالبان لري

27 زمری 1396

د جمعه خان همدرد زوی او د حزب اسلامي غړی ګل رحمان همدرد وايي، عطامحمد نور په بلخ کې جعلي طالبان لري او زياتوي چې د دغه ولايت په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې لسګونه کلي د بلخ د والي په دستور طالبانو ته ور پرېښودل شوي دي.
خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد بيا د ګل رحمان همدرد دغه څرګندونې له والي عطامحمد نور سره د هغه شخصي عقده بولي.
ګل رحمان همدرد د زمري په ۲۶مه، مزارشريف کې په خبري کنفرانس  کې د بلخ پر والي عطامحمد نور دغه نيوکې وکړې او هغه يې د بلخ ولايت په ناامنه کولو تورن کړ.
نوموړي د مزار شريف په هوايي ډګر کې د بلخ د ولايتي شورا د غړي اصف مومند نيول کېدو ته په اشارې وويل، مومند د نور د شخصي ساتونکو له خوا توقيف کړای شو.
ده زياته کړه، د اصف مومند د نيولو پر مهال د بلخ د والي لسګونه ساتونکو پر هوايي ډګر هجوم ور ووړ  او د هغوی د ډزو له امله د دوو پوليسو په ګډون پنځه تنه ټپيان شول او د مومند يو ساتونکی ووژل شو.
د هغه په وينا، مومند له نيول کېدو وروسته د عطامحمد نور شخصي کور ته وړل شوی او هلته شخصاً د بلخ د والي او د هغه د زوی له خوا ربړول شوی دی.
همدرد وايي: ((زموږ د معلوماتو له مخې، ښاغلی مومند د عطامحمد نور د شخصي ساتونکو له خوا د نور کور ته ولېږدول شو. نور، خپله اصف مومند ربړولی دی، د مومند غوږ د نور د زوی له خوا په غاښونو پرې شوی، مومند ته ډېر سپکاوی شوی، ځيني خلک بيا دا يوه دسيسه بولي، زه وايم چې دا نو څنګه دسيسه ده؟ سړی يې له هوايي ډګره کور ته وړی او هلته يې ربړولی دی.))
دى زياتوي، د نور لسګونه وسله والو کابو لس ساعته هوايي ډګر کلابند کړی وو او امنيتي ځواکونو ته يې د مداخلې اجازه نه ورکوله.
همدرد د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې د مومند د نيولو په شپه د بلخ ولايت په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې لسګونه کلي پرته له جګړې  وسله والو طالبانو ته ور پرېښودل شوي دي.
هغه زياته کړه، د دغو سيمو سقوط د مزار د هوايي ډګر له پېښې سره تړاو لري او په وينا يې، نور غواړي په دې ډول پر مرکزي حکومت فشار راوړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: ((دا کلي د عطامحمد نور په دستور سقوط شوي، نور په دې عمل سره غواړي مرکزي حکومت باندې فشار راوړي چې که زه مو لرې کړم، نو دا سيمې ټول سقوط کوي. په داسې حال کې چې په بلخ کې نږدې ټول پوليس او ولسي پاڅون کوونکي د نور خپل کسان دي.))
د حزب اسلامي دغه غړي ادعا وکړه چې عطامحمد نور په بلخ ولايت کې جعلي طالبان لري او اوس غواړي له دغو طالبانو څخه پر حکومت د فشار راوړلو د وسيلې په توګه کار واخلي.
نوموړي همداراز عطامحمد نور قومي مسايلو ته پر لمن وهلو تورن کړ او زياته يې کړه چې د بلخ والي غواړي افغانان د قوم په نوم د يو او بل پر وړاندې ودروي.
هغه له مرکزي حکومته غوښتنه کوي چې په بلخ کې د عطامحمد نور د خپلسريو مخه ونيسي او همداراز د اصف مومند د قضيې د جدي څېړنې غوښتونکی هم دی.
خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد د حزب اسلامي د دغه غړي څرګندونې ردوي او د والي عطامحمد نور پر وړاندې يې د ګل رحمان همدرد شخصي عقده ګڼي.
فرهاد وويل، د اصف مومند د نيولو د پېښې د حقيقت موندنې پلاوی بلخ ته راغلی او له څېړنو وروسته به يې پايلې له خلکو سره شريکې کړي.
د بلخ د والي وياند په چمتال او چهاربولک ولسواليو کې د سيمو د سقوط په اړه وويل، امنيتي ځواکونه اوس هم په يادو سيمو کې په جګړه بوخت دي.
فرهاد وويل: ((دا له منطقه لرې او د نه منلو خبرې دي، چې ګواکې بلخ کې دې ځينو سيمو ته په قصدي ډول سقوط ورکړل شوی وي، هغه څوک څنګه جعلي طالبان جوړولی شي چې ټول عمر يې له طالبانو سره په جګړه او مبارزه کې تېر شوی وي، د ګل رحمان همدرد دغه څرګندونې حقيقت نه لري او دا د بلخ د والي پر وړاندې د هغه شخصي عقده ده)).
اصف مومند په بلخ کې له دوه ورځني بند وروسته د پنجشنبې په ماسپښين خوشې او مرکز کابل ته ولېږدول شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.