یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

ملي امنيت: په کابل کې د پاکستان د استخباراتي ادارې يو غړى نيول شوى

27 زمری 1396


د ملي امنيت عمومي رياست په کابل ښار کې د پاکستان د استخباراتي ادارې(ISI) د يوه غړي د نيول کېدو خبر ورکړى او وايي چې دغه تن له څلورو کلونو را هيسې يوشمېر کسانو ته د جاسوسي روزنې  او د افغانستان دولتي ادارو ته د هغوى د استولو مسوول پاتې شوى دى.
د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د پاکستان  دغه استخباراتي کار کوونکى درې اوونۍ مخکې د کابل په نوي ښار سيمه کې د ملي امنيت د منسوبينو  په يوه ځانګړي اقدام کې نيول شوى دى.
سرچينه زياتوي،نيول شوى کس الله نور نوميږي، په امان الله مشور دى او د بلوچستان د چمن اصلي اوسېدونکى دى چې له ٢٠١٣ کال راهيسې يې په افغانستان کې يوشمېر کسانو ته د جاسوسۍ روزنې په برخه کې فعاليت کاوه.
سرچينې زياته کړې چې د پاکستان د استخباراتو دغه غړي ته په پاکستان کې د بزګرۍ، موچي ګرۍ، سوال ګرۍ، د ځاى ټاکلو، وسلې ويشتلو او نورو برخو کې روزنه ورکړل شوې او وروسته يې يوشمېر کسانو ته د جاسوسي او په افغانستان کې دولتي ادارو ته د هغوى د استولو روزنه پيل کړې ده.
 د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د (اى ايس اى) دغه غړي په افغانستان کې د پاکستان داستخباراتي ادارې د ٩٣٤او ٢١رياست امرونه عملي کول.
 په هغه ويډيو يي کليپ کې چې د ملي امنيت د عمومي رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته ورکړل شوى دى،ښيي چې د(ISI)دغه نيول شوى غړي وايي چې د طالبانو له يوشمېر لوړ پوړو چارواکو سره يې ليدلي او د طالب چارواکو او د (اى ايس اى) د غړيو ترمنځ يې د ناستو زمينه هم برابره کړې ده.
 د ملي امنيت رياست وايي چې الله نور په خپلو خبرو کې ويلي:" (ای ايس اى) تل وسله وال طالبان تجهيز اوتمويل کړي دي او د (ISI) د استازي په شتون کې له طالبانو سره د عربي هېوادونو مرستې هم کېږي؛ خو له طالبانو سره د روسيې او ايران مرستې د (ISI) د استازي له شتون پرته نېغ په نېغه ترسره کېږي. "
 نوموړي په پاکستان کې د وسله والو طالبانو د لوړ پوړو او عادي کسانو د درملنې خبر هم ورکړ او وايي چې د وسله والو طالبانو مشران د  CMHروغتون په ګډون  چې د پاکستان د پوځ اړوند دى، په  VIP روغتونونو کې درملنه کېږي چې يوکال مخکې ملا هبت الله هم د درملنې لپاره د غه روغتون ته وړل شوى و.
د هغه په وينا، هغه طالبان چې د افغانستان په دننه کې ټپيان کېږي، د درملنې لپاره الخير، ساجد، چمن او مجاهد روغتونونو ته استول کېږي او تداوي کېږي او هغوى ته هره ورځ ٧٠٠پاکستانۍ کلدارې هم ورکول کېږي.
الله نور ويلي چې د ملا هبت الله، سراج الدين حقاني، مولوي شيرين، ملانقيب الله، ملا واحد او مولوي کندهاري په ګډون د وسله والو طالبانو له يوشمېر چارواکو سره يې خبرې کړې دي.
د هغه په وينا، ( اى ايس اى) په افغانستان کې درې موخې لري د افغانستان د پرمختګ، پر ځان بسنې او  اقتصادي ودې  مخنيوى او په دغه هېواد کې د کورنيو ستونزو  زياتېدل .   
نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي چې ( اى ايس اى) په دې وروستيو کې د څرخي پله پر زندان د بريد پلان جوړاوه.


دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.