یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

اصف مومند: د بلخ والي زه په خپلو زامنو او ساتونکو وډبولم

27 زمری 1396

د بلخ د ولايتي شورا غړى محمد اصف مومند ادعا کوي چې له نيول کېدو وروسته د بلخ د والي په کور کې د عطامحمدنور، د هغه د زامنو او ساتونکو له خوا وهل او ډبول شوى دى، خو د والي وياند دغه ادعا ردوي.
مومند دغه ادعا نن له غرمې وروسته په بلخ کې د ملي امنيت له ادارې څخه تر ازادېدو وروسته، په کابل کې خبري غونډې ته وکړه.
د بلخ د ولايتي شورا دغه غړي چې د زمري په ٢٣مه ماښام له کابل څخه بلخ ته تللى و، ادعا وکړه چې په هوايي ډګر کې د والي د وسله والو کسانو له خوا د نيول کېدو په بهير کې يې يو ساتونکي وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
نوموړي د والي وسله وال کسان تورن کړل چې دى يې له هوايي ډګر څخه د والي کور ته وړى او هلته ترې پوښتنې شوې او ډبول شوى دى.
محمد اصف مومند وويل: "زه والي بر خپلو زامنو او ساتونکو ډېر وډبولم؛ د والي زوى طارق نور په خپلو غاښونو سره زما غوږ پرې کړ، والي خپل منشي ته امر وکړ چې ويې وهه او هغه زه په سر ووهلم او والي مې پر غاړه پښه کېښوده او ويې ويل چې ووايه: ايا د ملي امنيت د سلاکار، د امنيت د مشر او يا د ولسمشر په امر دې دغه دسيسه جوړه کړې ده؟ ما ورته وويل چې چا نه دي راته ويلي او د دې کار اړتيا مې نه درلوده."
نوموړي پخوا والي پر اداري فساد تورن کړى و او ويلي يې و چې څارنوالۍ ته يې د والي پرضد د اسنادو د وړاندې کولو لپاره کابل ته سفر کړى دى.
هغه زياته کړه: "له یو ساعت وروسته یې زما له جيب څخه موبايل، پاسپورټ او ٤١٠٠ ډالر واخيستل، والي يې منشي ته وويل چې بو يې ځه او هغه ختم کړه، خو وروسته يې نظر بدل شو او زه يې ملي امنيت ته وسپارلم."
د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه چې د بلخ د ملي امنيت په اداره کې تر درملنې لاندې و او پوښتنې ترې نه دي شوې.
نوموړي دغه راز ادعا وکړه، ډرېور يې غوښتل چې له مرمۍ ضد موټر سره هوايي ډګر ته راشي، د بلخ له امنيتي کمربند څخه له موټر سره يوځاى لادرکه شوى دى او تر اوسه يې په اړه معلومات نشته.
مومند وويل، له حکومت څخه غواړي چې دغه موضوع دې په جدي توګه تعقيب کړي او پايلې يې دې له خلکو سره شريکې کړي، له پرته به پر ولسي حرکتونو لاس پورې کړي.
خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد د اصف مومند له خوا د مطرح شويو تورونو په ردولو سره وويل چې ښايي هغه د بل چا له خوا ډبول شوى وي.
هغه مخکې له دې ويلي و چې مومند د سوداګرۍ د جعلي اسنادو په تور د سرحدي ځواکونو له خوا د ملي امنيت د څارنوالۍ د مکتوب پر بنسټ نيول شوى دى، خو څارنوالۍ ويلي و چې په دې اړه يې حکم نه دى ورکړى.
لويې څارنوالۍ زياته کړې ده چې د موضوع د پلټنې لپاره د ولسمشر له خوا يو لوړپوړى پلاوى ټاکل شوى او بلخ ته تللى دى.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.