یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

ډاکتر عبدالله قزاقستان ته ورسېد

27 زمری 1396

د حکومت اجرائیه رییس د بيلاروس له دوه ورځني سفر وروسته قزاقستان ته ولاړ او ټاکل شوې د دغه هېواد له لومړي وزیر سره تر کتنې وروسته د بیا نوې کېدو وړ انرژۍ په نندارتون (۲۰۱۷ اکسپو) کې ګډونه وکړي.
د ۲۰۱۷ اکسپو نړیوال نندارتون د قزاقستان په استانه کې د "راتلونکې انرژۍ" له موضوع سره، چې د غبرګولي په ۲۰مه پرانیستل شوی، د وږي میاشتې تر ۱۹مې په دوام ومومي.
قزاقستان د دغه نندارتون پر پرانیستو شاوخوا دوه میلیارده یورو لګولي دي.
په دغه نندارتون کې ګډون کوونکي هېوادونه خپل صنعتي محصولات، د نوو انرژیو له ځواکه استفاده او د ګرځندوی لپاره یې خپلې جاذبې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د حکومت اجرائیه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله به په دغه سفر کې د قزاقستان له لومړي وزیر، د دغه هېواد له پانګوالو او هلته له مېشتو افغانانو سره لیدنې کتنې ولري.
ویل شوي چې ډاکتر عبدالله به له قزاقي پانګوالو وغواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
پر دې سربېره، ډاکتر عبدالله به په دغه سفر کې د اکسپو له نندارتونه لیدنه وکړي او هلته به د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۹۸یمه کالیزه هم ونمانځي.
له ډاکتر عبدالله سره په دغه سفر کې د کابینې ځيني غړي، د بېلابېلو وزارتونو معینان او ځیني نور لوړپوړي حکومتي مسوولین ملتیا کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.