یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د پکتیکا په ګومل کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

27 زمری 1396

دپکتیکا چارواکي وايې چې افغان ګډ ځواکونه ګومل ولسوالۍ ته رسيدلی او وسله والو طالبانو ته يې درنه مرګه ژوبله اړولی چې وس مهال يې دولسوالۍ په مربوتاتو کې کې تصفيوي عمليات پيل کړي دې.
دپکتيکا ولايت دمصبوعاتي دفتر څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلی چې افغان ځواکونه تيره شپه دځمکي له لاري ګومل ولسوالۍ ته دننه شوی دې.
دخبرپاڼي دمعلوماتو له مخي دولسوالۍ په شاوخوا کې دلسګونو وسله والو طالبانو جسدونه پراته دې چې دکليو دمشرانو له لوري یې يې جسدونه کورنيو ته سپارل کيږي.
هغه وايې وسله والو طالبانو دعوه کړي وه چې ګومل ولسوالۍ سقوط کړه، بلکي ددې په ځای چې ګومل ولسوالۍ ته سقوط ورکړي له سختي ماتي سره مخ شول او له سيمي تښتيدلی دې.
دګومل ولسوالۍ اوسيدونکي سيد خان پژواک ته وويل، چې دګومل ولسوالۍ جګړه دافغان امنيتي ځواکونو ولسوالۍ ته دنه رسيدو له امله اونيو ته وغځيده.
هغه زياته کړه، چې دګومل ولسوالۍ پوليسو او د۰۸ قطعې دکلک مقاومت له امله ياد ولسوالۍ له سقوط څخه وژغورل شوه او مرکزي دولت يې بايد دميړاني په ميډالونو ونازوي.
مرستيال والی عطا الله فضلی هم وايې چې په ګومل ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو سخته ماته خوړلی او دافغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دې.
هغه وايې چې په جګړه کې دافغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتي خو دکره شميري په اړه څه نه وايې او زياتوي چې په دې نښتو کې ډي ری کورنۍ هم له خپلو سيمو څخه بې ځايه شوي دې او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.
ديو بل خبر له مخي په جانخيل ولسوالۍ کې دپوليسو په يو کمين کې دری وسله وال طالبان وژل شوي دې.
دپکتيکا ولايت مصبوعاتي دفتر وايې، چې دوژل شويو وسله والو جسدونه دمرکز ښرني امنيه قوماندانۍ ته انتقال شوي دې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.