یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د هېواد تر ټولو لوی بیرغ له نوي کېدو وروسته بیا پورته شو

27 زمری 1396

د کابل ښاروالۍ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د ۹۸یمې کالیزې په مناسبت د هېواد تر ټولو لوی بیرغ له نوي کولو وروسته یو ځل بیا د بي بي مهرو پر تپه پورته کړ.
هند شاوخوا یوه میاشت کې مخکې دغه بیرغ چې زوړ او چیري شوی و، بیرته نوی کړ، خو له لنډې مودې وروسته بیا چیري شو، د وزیرانو شورا د کابل ښاروالۍ ته سپارښتنه وکړه څو د هغه د نوي کولو او ساتنې مسوولیت پر غاړه واخلي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي په هغو مراسمو کې چې نن د کابل د وزیر محمد اکبر خان په سیمه کې د بي بي مهرو پر تپه په دې اړه نیول شوي وو، وویل چې دغه بیرغ د ۴۰ متره په اوږدوالي او ۲۶ متره پلنوالي د هېواد دننه جوړ شوی چې له لومړي بیرغه لوی دی.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې دغه تپه پر ښکلې او تفریحي ځای بدله شي څو خلک سربېره پر دې د بیرغ نندارې ته چې (د ملي برم نښانه ده) راشي، له طبیعت نه هم خوند واخلي.
د حبیب زي په وینا چې د دې سیمې د ښکلا او بیارغونې چارې به د روان کال تر وروستیو بشپړې شي.
د هېواد دغه لوی بیرغ د ۱۳۹۳ کال په وږي میاشت کې د مخکني ولسمشر حامد کرزي او د هند د هغه وخت د بهرنیو چارو د وزیرې سواراج له خو په یو لړ تشریفاتي مراسمو کې د بي بي مهرو پر تپه پورته شو.
دغه بیرغ چې د هند له خوا افغانستان ته ډالۍ شو، ۳۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور درلود.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.