یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

پوتین، ولسمشر غني ته د افغانستان د خپلواکۍ ورځې مبارکي وویله

28 زمری 1396

دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل افغان سیال محمد اشرف غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸یمې کالیزې مبارکي وویله.
په کابل کې د روسیې سفارت له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روسیې ولسمشر د افغانستان د خپلواکۍ ورځې د مبارکۍ ویلو تر څنګ افغانانو ته د سولې او سوکالۍ هیله څرګنده کړې ده.
ولادیمیر پوتین په عین حال کې ټینګار کړی چې روسیه د افغانستان د مهمو مسایلو په هواري او د دغه هېواد د ملي پراختیا په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د سیمې د  امنیت او ثبات او د دواړو هېوادونو د خلکو د خیر او سوکالۍ په برخو کې د روسیې او افغانستان اړیکې پیاوړې شي.
دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم خپل افغان سیال صلاح الدین رباني ته د افغانستان د خپلاکۍ ورځې مبارکي ورکړې ده.
لاوروف د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د ښې ارزونې تر څنګ ویلي، روسیه باور لري چې د متقابلو همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو ځواب ویونکي دي او د سیمې په ثبات او امنیت کې مرسته کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.