یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

د خپلواکۍ پر څلي د ګلونو ګېډۍ اېښودلو سره دا ورځ ونمانځل شوه

28 زمری 1396

د هېواد د خپلواکۍ ٩٨مه کليزه د ولسمشر محمد اشرف غنى لخوا په ملي دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي کې د ګلانو د ګېډۍ په کېښودو په لنډو مراسمو سره ونمانځل شو.
د خپلواکۍ د نمانځلو په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت تشريفاتي ګارډ د هېواد ملي سرود وغږوه.
د ګلانو د اېښودو تر مراسمو وروسته،  ولسمشر له رسنيو سره له خبرو کولو پرته خپل دفتر ته ستون شو.
په دې مراسمو کې کابينې غړو او يو شمير نورو دولتي چارواکيو برخه اخيستې وه.
افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨ مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.
 په تېرو کلونو کې دا ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خووروسته له هغه چې په ١٣٨٧ کال کې د مجاهدينو د بري ورځې (ثور اتمه) د نمانځلو پر مراسمو وسلوال بريد وشو، حکومت د خپلواکۍ ورځ په لنډ ډول نمانځي.
په ننيو مراسمو کې د آزادۍ څلي شاوخوا د غازي امان الله خان، د ولسمشر محمد اشرف غني، د پخواني ولسمشر حامد کرزي، احمدشاه بابا، محمد ظاهرشاه، ميرويس نېکه، استاد برهان الدين رباني، احمدشاه مسعود او د هېواد د ځېنو ورو شخصيتونو تصويرونه لګېدلي وو.
دا ورځ د کابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم نمانځل کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.