یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

منګل: ننګرهار کې داعش او طالب ته ماتې ورکړل شوې

29 زمری 1396

د ننګرهار والي د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د ۹۸يمې کليزې د لمانځلو پرمهال وويل، چې په دغه ولايت کې يې د داعش او طالب په ګډون ټولو وسله والو ډلو ته ماتې ورکړې ده.
د خپلواکۍ د کليزې په دې لمانځغونډه کې د ننګرهار د پوځي او ملکي ادارو مسولينو، هندوستان، پاکستان او ايران هيوادنو قونسلرانو او د دغه ولايت د ولسواليو او  ښار زرګونه اوسېدونکو ګډون کړی و.
د خپلواکۍ د کليزې د مراسمو تر پيل وړاندې د ننګرهار والي او نور چارواکي په جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ د ګټونکي غازي شاه امان الله خان مزار ته لاړل او هلته يې د ګلونو ګډۍ کېښوده.
په ننګرهار کې د خپلواکۍ د جشن لمانځلو مراسمو دوه برخې درلودې، چې لومړی يې د چارواکو ويناوو او دويمه برخه کې پوځي ځانګړو حرکتونو او ورزشي نندارو ته ځانګړې شوې وه.
د غونډې په جريان کې د ملي اردو الوتکو له هوا څخه د هيواد د خپلواکۍ پيغامونه هم د غونډې ګډونوالو باندې شيندل، چې غونډې ته يې لا ښکلا او ګډونوالو ته يې جذبه ورکوله.
د خپلواکۍ د جشن زرګونه ګډونوالو د هيواد درې رنګه ملي بيرغونه رپول او ډيرو خو يې په خپلو مخونو هم ملي بيرغ انځور کړى وو.
په دې مراسمو کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، سږکال په ننګرهار کې د خپلواکۍ جشن په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې په دغه ولايت کې طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو ته ماتې ورکړل شوې ده.
ده وويل د ولس په همکارۍ او د امنيتي ځواکونو په قربانۍ د داعش ډلې هغه ارمان له خاورو سره خاورې شوی، چې د ننګرهار د نيولو او دغه ځای د خپلو فعاليتونو د لوی مرکز په توګه د جوړولو په تړاو يې درلوده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزيري خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ولايت کې مېشت ټول امنيتي او دفاعي ځواکونه د خاورې ساتنې لپاره چمتو دي او تر خپلې وروستۍ سلګۍ به د هيواد دفاع کوي.
نوموړي هم په ننګرهار کې داعش ډله ماتې شوې وګڼله او ټينګار يې وکړ، چې هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې په ننګرهار کې ځانته خوندي ځالې جوړې کړي.
خو په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند نيوکه کوله، چې په دغه ولايت کې خپلواکي داسې مهال لمانځل کېږي، چې ولس د ځمکو د غاصبينو، زورواکو او مافيايي کړيو تر تصرف لاندې دی.
هغه وويل، ولس ته لومړی د ځمکو د غاصبينو، زورواکو او مافيايي کړيو د ازادۍ اخېستل په کار دي، وروسته د خپلواکۍ لمانځل او په دغه برخه کې يې ولايتي اداره په پاتې راتلو تورنه کړه.
خو د ننګرهار والي ګلاب منګل چې تر فريدون مومند وړاندې يې دغو مراسمو ته خبرې کولې وويل، چې د ځمکو غصب، زورواکي او مافيايي کړۍ تر پخوا ډير راکنټرول شوي دي.
ټاکل شوې، چې نن د ورځې په پای کې ننګرهار د خپلواکۍ د جشن په وياړ د يو لوی سندريز کنسرت کوربه هم وي، چې د ننګرهار مېشتو هنرمندانو سربېره ورته د کوزې پښتونخوا مشهور سندرغاړي هم رابلل شوي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.