یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

ناوه کې ۲۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

29 زمری 1396

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې ١٢ پوليس وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
په هلمند کې يوې باوري حکومتي سرچينې د زمري په ٢٨مه وويل چې تيره شپه وسله والو طالبانو د ناوې ولسوالۍ په يو کيلومټرۍ کې پر پوستو بريدونه کړي دي.
د هغه په وينا دې جګړو د سهار تر دريو بجو دوام وکړ چې په ترڅ کې يې ١٢ پوليس و وژل شول او ١٥ نور ټپيان دي.
سرچينه وايي چې په دې جګړه کې د شيرمحمد په نوم د پوليسو د پوستې يو قوماندان هم وژل شوى دى.
ده وويل چې د دې جګړو له امله دوه پوستې سقوط شوي او د ناوې-لښکرګاه لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.
دغه راز د ناوې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي عبدالباقي خان هم ياده جګړه تاييد کړه اويې ويل چې په دې جګړه کې ګڼو امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل لورته په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي چې د تيرې شپې له جګړې څخه دوى ته ١٥ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي وويل چې د ناوې د تيرې شپې په جګړه کې پنځه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
ساپى وايي چې د يادې جګړې پرمهال وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه شوي او اوسمهال هلته حالات ډاډ من دي.
وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وويل چې د ناوې ولسوالۍ مرکز ته نږدې جکړه شوې چې په ترڅ کې ١٧ پوليس وژل شوي دي.
هغه په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
د يادونې وړ ده چې د هلمند  باغران، ديشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسير او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.