یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

وسله والو په غزني کې لس ملکي وګړي وتښتول

29 زمری 1396

د غزني حکومتي چارواکي وايي چې ناپيژنده وسله والو لس ملکي وګړي نا معلوم لوري ته بيولي دي.
د غزني والي عبدالکريم متين د زمري ٢٨مه وويل چې ناپيژنده وسله والو نن سهار د جغتو ولسوالۍ له تلخک سيمې څخه د قره باغ ولسوالۍ اوسيدونکي تښتولي دي.
هغه وايي چې په تښتول شويو کې ښځې هم شته دي او دغه کسان د شخصي ستونزو له امله بيول شوي دي.
ده وويل چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه د پوليسو هلې ځلې پيل شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال مصطفى مايار هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې دغه کسان د طالبانو له لوري نه دي تښتول شوي.
هغه زياته کړه: (( دا کار طالبانو نه دى کړى تر هغه چې موږ لرو دې کسانو د ځمکې پر سر دعوه درلوده کيداى شي هغوى تښتولي وي.))
مايار هم وويل چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه د پوليسو عمليات پيل شوي دي.
د تلخک د سيمې اوسيدونکي محمد حسن بيا وويل چې د تښتول شويو کسانو شمير ١٨ تنه دى.
هغه وايي: (( درې کسان يې نه تلل، وسله والو پرې ډزې وکړي او ټپيان يې کړل.))
د دې پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستى خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې طالبان به هم په دې اړه پلټنې وکړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.