یکشنبه, ۳۰ غويی ۱۴۰۳

"که د غورماچ کلابند سرتېري ونه ژغورل شي، غميزه به رامنځته شي"

29 زمری 1396

د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې يو شمېر کلابندو امنيتي ځواکونه خبر دارى ورکوي چې که سملاسي د دوى پوځي اکمالات او اعاشه ور ونه رسول شي، ټول کلابند ځواکونه به له منځه ولاړ شي.
په غورماچ ولسوالۍ کې دغو کلابند سرتېرو له خبريالانو سره په ټيلېفوني اړيکه کې ويلي چې د طالبانو له خوا د غورماچ ولسوالۍ د مرکز، امنيتي پوستو او نورو دولتي ودانيو له نيول کېدو وروسته، اوس د طالبانو له خوا د کلابندۍ کړۍ هره ورځ لا پسې تنګېږي؛ خو تر اوسه د مرکزي او سيمه ييز دولتي چارواکو له خوا ورته پاملرنه نه ده شوې.
د فارياب ولايت د غورماچ په ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه سرتېري چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې له څلورو مياشتو راهيسې د پوځيانو د کاروانونو پر مخ د ميمنې- غورماچ لاره تړل شوې ده او هغوى ته پوځي اکمالات او اعاشه نه دي رسول شوي.
هغه دغه راز زياته کړه چې طالبانو له ٢٠ ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کنډک او امنيتي پوستو خپل بريدونه سخت کړي دي او دوی د مهماتو د نه شتون له امله د طالبانو له خوا کلابند شوي دي.
د ملي اردو دغه سرتېري وويل چې څو ځلې مرکزي او ځايي چارواکو ته د کلابند شوو ځواکونو ستونزې رسول شوې دي؛ خو تر اوسه کوم اقدام نه دى کړی.
هغه زياته کړه: "همدا اوس د غورماچ ولسوالۍ په څلورو برخو کې د ملي اردو کابو٤٠٠ سرتېري د طالبانو له خوا کلابند دي، يو له بل سره يې اړيکه هم پرې شوې ده او که ژر تر ژره ورته پاملرنه ونه شي، غميزه به رامنځته شي."
په غورماچ ولسوالۍ کې د ملي اردو د کنډک يوه بل سرتېري چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل، دوى ته د اکمالاتو او اعاشې له نه رسولو داسې ښکاري چې د درېيم کنډک سرتېري پلورل شوي دي.
هغه زياته کړه: "که امنيتي چارواکي موږ اکمال نه کړي، امنيتي ځواکونه به د طالبانو د فشار او د کلابندۍ د تنګېدو له امله خپلې پوستې خوشې کړي او اوس د خوړلو لپاره له يوې بوشکې اوبو پرته بل هېڅ نه لري."
خو د ٢٠٩ شاهين قول اردو مرستيال وياند نصرت جمشيدي په غورماچ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو دغه ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې په ياده ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه اکمال شوي او سيمې ته کومانډو ځواکونه هم استول شوي او ټاکل شوې ده چې د امنيتي ځواکونو له خوا د غورماچ ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره يې پوځي عمليات پيل کړي دي.
د فارياب د غورماچ ولسوال عبدالله واقف په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو کلابندي تاييد کړه او ويې ويل چې د طالبانو له خوا د ولسوالۍ له نيول کېدو وروسته تر اوسه پورې د امنيتي ځواکونو يو شمېر مړي او ټپيان وړل شوي دي، خو تر اوسه کلابند شوو ځواکونو ته اکمالات نه دي شوي.
د غورماچ ولسوالي د تېرې اوونۍ په يکشنبې (د زمري ٢٢مه) د طالبانو له خوا د څلورم ځل لپاره ونيول شوه؛ خو تر اوسه چې د ولسوالۍ له نيول کېدو څخه يوه اوونۍ تېره شوې، خو له طالبانو څخه د ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات نه دي پيل شوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.