پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

کرکټر، کارېزما او شهرت

14 ليندی 1398 لیکنه: جاوید غورځنګ

ویاړ من اوسېدل تر ویاړل کېدو غوره دي. #_کرکټر:​ تر کارېزما ډېر مهم دی، کرکټر کومه ډالۍ نه ده، بلکې هوښیاري ده، د بڅرکو ټولګه ده، چې سخت زیار​ له امله ترلاسه کیږي. د ډېرو ځانګړتیاوو ټولګه ده، دغه ځانګړتیاوې تر ډېره د یو چا باور، اعتماد او اخلاق رانغاړي.
غوره کرکټر لرونکي خلک له خپلو ارزښتونو سره ژوند کوي. هغوی په خپلو خبرو، کړنو او خپلو افکارو کې رښتیني دي. په غوره کرکټر کې د اصولو او ډسیپلین منلو ظر فیت هم نغښتی دی.
#_کارېزما: د انسان د جذابیت ځواک دی او تر ډېره ظاهري جذابیت ته اطلاق کېږي، چې نور خلک د ځان په لور راماتوي، خو شخصیت بیا د انسان وجود داخلي ځانګړتیاوې او جذبې دي چې تر ډېره د انسان د فکر کولو بڼې ته اطلاق کیږي.
شهرت او کرکټر سره یې توپیرونه:
شهرت: هغه څه دی، چې نور خلک یې زموږ په اړه فکر کوي. کرکټر: هغه څه دی، چې مونږ د خپل ځان په اړه پوهېږو، چې څوک یو.
شهرت:​ انځور دی.
کرکټر: رښتیا دی.
شهرت یو پوښ او غلاف دی.
کرکټر:​ حقیقت دی.
شهرت ښایي جعل شي.
کرکټر :ثابت او د رښتینو ارزښتونو منعکس کوونکی دی.
شهرت: ښایي په یو عمل ترسره کولو سره ترلاسه شي.
کرکټر:​ د ډېرو کړنو په ترسره کولو سره جوړیږي.
شهرت ډېره وده نه کوي.
کرکټر : د بلوط ونې په څېر وده کوي.
شهرت: ښایي په مغزو او ښکلا جوړ شي.
کرکټر:​ په ارزښتونو او لید جوړیږي.
اکثریت غزت نه غواړي، خو شهرت غواړي که د هرې نامشروع لارې وي، چې دا ډول شهرت ترلاسه کول ډېرې بدې او ناوړه پایلې لري.
اصل کې کله چې کرکټر جوړ شي، شخص نیک شهرت، دروند شخصیت پخپله ترلاسه کولای شي.
غوره کرکټر په هوښیارۍ، ښو کړنو، په ښه سلوک، په ښه نیت او په ټوله کې په غوره اخلاقو سره جوړیدلی شي.
* ښه کرکټر لروونکي اشخاص زښت زیات مې خوښیږي او هر څوک باید ښه کرکټر لروونکی ځان جوړ کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.