پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د بهرنیو پيسو د کارونې زیانونه| محمد داود نیازی

18 ليندی 1398 له تاند څخه په مننې

 په لویه کې کله چې په یو هېواد کې بهرني اسعار کارول کيږي ،د پیسو پالیسۍ ګټورې نه وي مرکزي بانک په ښه توګه خپله دنده نه شي ترسره کولای،زموږ په هېواد کې چې کوم خلک په خپلو معاملاتو کې له افغانیو کار نه اخلي، په لنډ مهال کې شاید دوی فکر وکړي چې ګټه یې کړې، خو په حقیقت کې دوی له زیان سره مخ دي او داسې امکان هم شته دوی دومره زیان وکړي چې بیا ورته د جبران وړ نه وي، ځکه د بهرنیو پیسو کارول د هېواد په واک کې نه وي، په بهرنیو هېوادونو پورې اړه لري او هغه پیسې چې په هېواد کې کارول کېږي، نړیوالې پیسې هم نه دي او دا هېوادونه په اقتصادي لحاظ هم کمزوري دي چې کولای شو په لاندې ډول یې ښه واضیح کړو :
د پاکستانۍ کالدارې د کارونې زیانونه
· هغوی چې پاکستانۍ کالدارې کاروي خپل ملي هویت ته درناوی نه لري، ځکه افغانۍ زموږ ملي هویت دی
· د پاکستان اقتصادي وضعیت خراب دی او اقتصادي وده یې راټیټه شوی ده، نو ځکه دوی د کالدارو په لرلو سره زیان مومي، ځکه د کالدارې ارزښت هره ورځ راټيټېږي.
· پاکستان میلیاردونه ډالره پوره وړی دی او نور پور هم د پيسو له نړیوال صندوق څخه غواړي چې د پیسو ارزښت یې نور هم راکمېږي، ځکه دوی مجبور دي چې هر کال میلونونه ډالره د پور سود ورکړي چې دا په خپله د اسعارو تګ دی او د پیسو په ارزښت ډېره منفي اغېزه لري.
· د پاکستان د سوداګرۍ کسر ورځ تر بلې ډېرېږي، پاکستان صادارت کم او واردات یې ډېر دي چې د نورو توکو د پېر لپاره اسعار له لاسه ورکړي چې د پیسو د ارزښت د کمښت سبب ګرځي .
· په پاکستان کې قیمتونه ورځ تر بلې لوړېږي چې پیسې ارزښت له لاسه ورکوي.
· پاکستان اوسمهال د ترورېزم د تمویل خلاف ادارې په خړ لست کې دی چې ډېر ژر به تور لیست ته لاړ شي چې بیا پاکستان د نړۍ له بانکونو سره معاملات نه شي ترسره کولای او د پیسو ارزښت یې هم راټیټيږي، نړیواله ټولنه ورسره معاملات نه ترسره کوي او پانګونه يې کمېږي.
· پاکستان له ګاونډیو هېوادونو سره په یو کړکج کې واقع دی چې د دې هيواد په اقتصادي بې ثباتۍ تاثیر لري چې د پيسو ارزښت هم ورسره کمېږي .
· کله چې پیسې زړې شي او یا پاکستان د بندیدو اعلان وکړي، نو بیا د تبادلې لپاره لار نشته، نو شخص مجبور دی چې ټولې پیسې له ځانه سره وساتي او زیان ومومي.
· د پاکستان اسعاري زیرمې په کمېدو دي چې د پولي ناورین سره به ډېر ژر مخ شي.
· هره ورځ د پاکستانیو کالدارو ارزښت د اسعارو په وړاندې کمېږي.
· د نویو پیسو چاپ په صورت کې زړې کالدارې په نویو نه تبدیلېږي.
د ایراني تومنو د کارونې زیانونه:
· هغوی چې ایراني تومن کاروي خپل ملي هویت ته درناوی نه لري، ځکه افغانۍ زموږ ملي هویت دی
· په ایران نړیوال بندیزونه دي چې په ایران کې اقتصادي بې ثباتي رامنځته کوي .
· ایران کې قیمتونه زرګونه سلنه لوړ شوي دي.
· ټولې نړۍ له ایران څخه د تېلو اخیستل درولي چې ورسره د ایران صادرات کم شوي او د تومنو ارزښت زرګونه فیصده کم شوی دی او ګمان کيږي چې نور هم کم شي .
· ایراني تومن نړیوالې پيسې هم نه دي چې په نړیوالو بازارونو کې تبادله شي ترڅنګ یې د هېواد په نورو سیمو کې یې هم خلک نه کاروي .
· ایران اوس مهال لګيا دی چې د پیسو ریفورم رامنځته کړي، له خپلو پیسو څلور صفره کم کړي چې د افغانانو لپاره ډېرې ستونزې رامنځته کوي .افغانان به ونه شي کولای چې خپلې پيسې له نویو سره تبادله کړي.
هغوی چې په خپلو معاملاتو کې له افغانیو کار اخلي لاندې ګټې لري:
· هغه څوک چې افغانۍ کاروي ، خپل ملي هویت ته درناوی لري
· د افغانیو په وړاندې تضمین شتون لري
· په سیمه کې افغانۍ باثباته پيسې دي
· د کالدارو او تومنو په وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدل
· د خرابېدو په صورت کې د افغانستان بانک د بېرته ورکړې مسول دی
· د افغانستان اسعاري زیرمې لوړې دي چې د پیسو د ارزښت په ساتلو کې مرسته کوي
· زموږ اسعاري زیرمې هم لوړې دي چې د افغانیو په ثبات کې ډيرې مهمې دي
· افغانستان ته هر کال میلیاردونه ډالره راځي چې د پیسو په ثبات کې مرسته کوي
· اوس مهال افغانستان د پایښت په لور روان دی چې د پیسو ثبات ورسره ښه کېږي
· او ټول هېواد وال باید د خپل هېواد له اقتصاد سره د مرستې په توګه په خپلو کړنو کې له افغانیو کار واخلي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.