پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د هډوکو د ماغزو پیوند د یوه تن ډي این اې بدله کړه

02 مرغومی 1398 له تاند څخه په مننې

 کریس لانګ، چې د وینې په سرطان اخته و، د هډوکو د مازغو (مغز) له پیوندولو وروسته په خپل بدن کې ستر بدلون ویني.
د ښاغلي لانګ د ډي این اې معاینې وښوده چې د ده د ډي این اې (DNA) ډېره برخه د هغه جرمن وګړي ده چې د خپلو هډوکو مازغه یې ده ته عطیه کړي و.
کریس لانګ هغه څوک، چې د خپلو هډوکو مازغه یې ده ته عطیه کړي، هیڅکله لیدلی نه دی. خو دې پیوند د ښاغلي لانګ هویت یو مخ بدل کړی دی.
۴ کاله پخوا لانګ ته د یوه جرمني د هډوکو مازغه د دې لپاره پیوند شول چې دی د وینې په سرطان اخته و. د وینې د سرطان له کبله د ده بدن وینه نه شوای جوړولی.
خو د معمول خلاف دې پیوند د ده ډي این اې تر ډېره بدله کړې ده او دې چارې ساینسپوهان حیران کړي دي.
اوس د ده د ټټر او د سر له ویښتو پرته د بدن د نورو برخو ډي این اې د عطیه کوونکي جرمني ډي این اې ده.
ډاکتران وايي چې که د لانګ ماشوم پیدا کېږي نو ډي این اې به یې د ده له اوسنیو ماشومانو سره توپیر لري.
د دې تغییر له کبله که یو څوک جرم وکړي د ډي این اې پر اساس به نه شي پېژندل کېدای.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.