پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

ولې قدس د مسلمانانو لپاره مهم دی؟

12 سلواغه 1398 چنار راډيو

صدیق الله مدثر
قدس- په عربي ژبه کې القدس، په ابراني ژبه کې یروشلایم ورته ویل کیږي. د نړۍ د تاریخي ښارونو څخه ده، چې په تاریخ کې د زرګونو جنګونو شاهد پاتې شوی، چپه شوی دی خو وروسته بیا ودان شوی ښار دی. دریو مهمو مذهبونو اسلام، عیسویزم او یهودیزم ته ډېر مهم دی. اصلاً دا ښار د حضرت عمر رضی الله عنه په زمانه فتحه شو
چې وروسته څه موده د مسلمانو له لاسه ووته خو په کال ۱۵۱۷ میلادي کال کې د عثماني خلافت لخوا بیا ځلې فتح او د مسلمانو تر ولکې پاتې شوی، ۴۰۰ کاله عثمانیانو هلته خلافت وکړ خو په ۱۹۱۷ میلادي کال کې چې کله عثماني خلافت ړنګ شو قدس هم د مسلمانانو له لاسه ووته. یهودیان دا ادعاء کوي چې دا ښار د خدای څخه مونږ ته تحفه راکړل شوې ده او په ۵۰ مه لسیزه کې دا ښار او ځینې نورې د منځني ختیځ خاورې د ناټو هېوادنو لخوا اسرائیلو ته ورکړل شوې چې د ۱۹۱۷ میلادي کال کې څخه را پدې خوا دا خاورې د اسرائلو لخوا اشغال شوې دي.
خو سوال دادی چې ولې قدس مسلمانانو ته مهم دی؟

ځکه چې…

۱. ځکه چې، د مسلمانانو لومړی قبله، دوهم مسجد او دریم حرم یې مسجد الاقصی دی او په دې ښار کې موقعیت لري.

۲. ځکه چې، د پیغمبر صلی الله عیه وسلم د احادیثو له مخه قدس د اسراء او معراج د معجزو رښتیا کېدو ځای دی. او پیغمبر صلی الله وسلم په قدس کې د الله جل جلاله حضور ته لار موندلې.

۳. ځکه چې، ۱۵۱۷ میلادي کال کې کې د عثماني خلافت یوه برخه شوه او پوره ۴۰۰ کاله هلته مسلمانانو ډېر تاریخي آثار جوړ او پریښودلي او د اسلامي ښارونو څخه دی.

۴. ځکه چې، ځکه ددې ښار اصیل اوسیدونکي مسلمانان دي او د اسرائیلي حکومت لخوا اشغال شوي دي او هر ورځ د فقیرۍ سره لاس او ګریوان دي.

۵. ځکه چې، پدې ښار کې د مسلمانانو ټولې هستۍ او کار ځایونه د اسرائیلو له دولت لخوا د چپه کېدو په حال کې دي او مسلمان دا ظلمونه نشي ګاللی.

۶. ځکه چې، یهودیان د خپل دین د بریالیتوب همدا د قدس نیول او هلته د یو لوی دولت جوړل بولي. دا ددوی په عقیدتي کتاب کې په واضیح ډول لیکل شوي دي.

۷. ځکه چې، دا د صهونیزم تر عنوان لاندې د اسرائیلو یوه پروژه ده او دوی غواړي چې هلته د مسلمانانو آثار له منځه یوسي او یو لوی یهودي دولت جوړ کړي.

پدې ډول ډېر لاملونه لري قدس د مسلمان لپاره سور خط ده.

صهیونیزم څه شی؟

صهیونیزم په فلسطین کې د صیهون نومي غره څخه اخیستل شوې کلمه ده. صهیونیزم په قدس کې د یهودیانو لپاره د یوه نوي وطن د جوړېدو لپاره یوه نړیواله پروژه ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.