پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د کورونا ویروسو د مخنیوي ماسک جوړ شو

14 سلواغه 1398 له تاند څخه په مننې

د چک جمهوریت یوه کمپنۍ ادعا کوي داسې ماسکونه یې جوړ کړي چې په مطلق ډول د کورونا ویروس مخه نیسي.
تر دې وړاندې ډاکترانو ویلي چې عادي ماسکونه د کورونا ویروسو مخه نه نیسي خو د دې ویروس د خپرېدو په مخنیوي کې څه نا څه مرسته کولی شي.
مګر د چک د غیرفایبري ټکنالوژۍ شرکت نن (یکشنبه) وویل، د ماسک په جوړولو کې یې انقلابي ګام اخیستی.
د دې کمپنۍ د اجرايي رييس رومان زیما په وینا دا ماسکونه نه یوازې دا چې د هغه کاروونکي ته د ویروس د سرایت یا خپرېدو مخه نیسي بلکې وژني یې.
زومان زیما وویل«لومړی باید د مخ د ماسک او د هوا د فلتر ترمنځ توپیر وکړو. د اصولو او معیارونو له مخې، د مخ ماسک هغه شی دی چې شاوخوا چاپېریال له ماسک اغوستونکي ساتي. یعني په ماسک اغوستونکي کې موجود جراثیم نه پرېږدي او په دې اساس په خونه یا شاوخوا عمومي ځای کې نه خپرېږي.
د همدې لپاره ډاکتران ماسک اغوندي چې ناروغ یې له هغو جراثیمو وساتی چې ډاکتر یې لري. په همدې علت د مخ ماسک ډېر اغېزمن نه دی.
خو له بلې خوا د هوا فلتر، نه یوازې بل ته د ویروسو او جراثیمو د لېږدېدو مخه نیسي بلکې اغوستونکی هم په هوا کې له موجودو جراثیمو ساتي.»
د یوه ماسک بیه د ۲ او ۵ ډالرو ترمنځ ټاکل شوې ده خو حوړوونکې کمپنۍ وايي، هڅه کوي چې د دغو ماسکونو بیه نوره هم ټیټه کړي.
په چین کې د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته په دغه هیواد کې تر ۳۰۰ ډېر خلک مړه شوي او تر یو نیم زر ډېر نور ناروغان شوي دي.
ګڼو هیوادونو چین ته الوتنې درولي او چینایانو ته وېزې نه ورکوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.