پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

سویسي ماشینونه 'لسیزې د حکومتونو جاسوسۍ ته کارول شوي'

23 سلواغه 1398 چنار راډیو

داسې رپوټونه په ډاګه شوي، چې د امریکا او جرمني استخباراتو څو لسیزې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د حکومتونو په اړه د سویس د کوډ ورکولو ماشینونو جوړوونکي شرکت په مټ پټه څارګري کړې ده.
د سویس "کریپټو اې جي" شرکت د نړۍ تر ۱۲۰ ډېرو هېوادونو ته د کوډ ورکولو سیستم چمتو کاوه، چې په دې هېوادونو کې ایران، هند، پاکستان او د لاتینې امریکا هېوادونه هم دي.
د امریکا استخباراتي بنسټونو ته له سړې جګړې راهیسې پټو معلوماتو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شوې، چې دې کار د روانې پېړۍ تر لومړۍ لسیزې دوام کړی.
خو د رپوټونو له مخې، څارګرو ته دا اجازه ورکړل شوې چې دغو کوډونو ته لار ومومي او پیغامونه ولولي.
خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، د جرمني 'زي ډي اېف' او د سویس 'اېس ار اېف' رپوټونه وايي، د امریکا او جرمني استخباراتو د شرکت توکي د کوډ ماتولو لپاره کارولي دي.
خبري رسنیو د امریکا استخباراتي سازمان کې د ''پېړۍ استخباراتي کودتا'' په نامه دا پټ رپوټونه ترلاسه کړي دي.
په اتیایمه لسیزه کې په ډاګه شوه چې له کریپټو ماشینونو څخه د امریکا استخباراتي ادارې د بهرنیو اړیکو ۴۰ سلنه معلومات ترلاسه کړي دي.
د واشنګټن پوسټ د رپوټ له مخې، دغو ماشینونو امریکا ته دا اجازه ورکړې چې په ۱۹۷۹ کال د برمته شویو په اړه د ایراني چارواکو اړیکې وڅاري او برتانیا د فوکلنډ جګړې پرمهال د ارجنټایني پوځ په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي.
خو روسیې او چین هېڅکله پر دغو ماشینونو باور نه دی کړی او له کارولو یې ډډه کړې ده.
د کرېپټو نړیوال شرکت اصلي ونډه په ۲۰۱۸ کال یوه پانګوال واخیسته. دغه شرکت ویلي، له جرمني او امریکايي استخباراتو سره یې کومه اړیکه نه لرله او د دغه رپوټ په اړه ډېر خواشینی شوی دی.
د سویس حکومت ویلي، په دې قضیه په نومبر میاشت کې خبر شو او د څېړنې لپاره یې یو متقاعد قاضي وګوماره.
کوډ ورکولو د ماشینونو کیسه
روسي مخترع بوریس هاګلین د تېرې پېړۍ څلوېښتمه لسیه کې پر ناروې د نازیانو تر ښکېلاک وروسته امریکا ته وتښتېد او د کوډ ورکولو لېږد وړ دغه ماشین یې جوړ کړ.
د ماشین حجم کوچنی و چې د جګړې په ډګر کې پر ۱۴۰ زرو امریکايي پوځيانو ووېشل شو.
تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته، هاګلین سویس ته ولاړ.
دې ټیکنالوجۍ تر دې حده پرمختګ وکړ، چې امریکا ووېرېده، ګنې د نورو حکومتونو د جاسوسۍ مخه به یې ونیول شي.
خو د کوډ پرانیستلو کارپوه ویلیم فریډمن هاګلین ته قناعت ورکړ تر هغو حکومتونو پرته دې بل چا ته نه ورکوي، چې امریکا موافقه نه وي ورسره کړې.
خو پخوانی ماشین، چې د کوډونو پرانیستل یې یوازې له امریکايي استخباراتو سره وو، پر نورو حکومتونو وپلورل شو.
په اویایمه لسیزه کې امریکا او جرمني کریپټو شرکت وپېره او د هر ډول تولید، پرمختګ او د ټیکنالوجۍ د ډیزاین چارې یې پخپل لاس کې واخیستې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.