پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

سایبري جاسوسی څه شی دی؟| پردیس خان

30 سلواغه 1398 چنار راډیو

د معلوماتی ټیکنالوژۍ د لیکنو په ترڅ کې مو دا ځلي هوډ کړی چې د سایبري جاسوسۍ  (Cyber-espionage) سره مو اشنا کړم.
آیا پوهیږئ چې سایبري جاسوسي څه شی دی؟؟ آیا دا عمل جرم دی؟؟ هدف یې څه دی؟؟  که په دې هم پوهیدل غواړئ چې سایبري جاسوس څوک دی؟؟ نو!!!
د دې او نورو پوښتنو د ځوابولو لپاره دا لیکنه ولولئ!!
سایبري جاسوسي چې په انګلیسي کې ورته Cyber-espionage وآیي د سایبري حملو هغه نوعه ده چې د انټرنیټي جالونو یا معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ ټولو هغه محرمو (پټو) اسنادو ته غیرقانوني لاس رسی پیدا کول /وشی، چې د خصوصی یا دولتي ادارتو لخوا څارل/ ساتل کیږي. سایبري جاسوسي چې اکثره وخت د Malware سپک غالو پر مټ تر سره کېږي هدف ېې د ستراتېژيکو، اقتصادي، سياسي، او نظامې ګټو تر لاسه کول ښودل شوي چې د دې غیر قانوني کړنو په تر سره کولو سره اکثره وخت دولتي او سېاسي کړۍ د ننګوونو سره مخ کيدلای شي.
 . سايبري جاسوسي عينن لکه د استخباراتي جاسوسۍ په څير د نړۍ په ډيری هيوادونو کې جرم ګڼل کېږي چې اکثره هيوادونه ورته تصويب شوي قوانين لري چې په ترسره کولو سره يي مجرم شخص ته حبسي دوامدار, د هېواد څخه اخراج او ان يو کس د پانسۍ تر تختي هم رسولی شي (اعدام).
سايبري جاسوسان د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ کولای شې چې د يوه هېواد مخکښ انتخاباتي ګوندونه تر پښو وغورځوي/ مات یی کړي, او مقابل ګوند ېې د بريا پړاو ته ورسوي. پدې شکل سره اکثره وخت ځېني هېوادونه پر نورو ممالکو تور پوري کوي چې ګوندې په انتخاباتو کې ېې د دوي مهم مالومات د Malware (زیانمنونکی سافټوير) سپک غالو پر مټ سره غلا کړي او سیاسي ناورثن او کشمکش ته ېې لاره هواره کړي ده. 
چې ښه مثال يې د امرېکا متحده ایالاتو د 2016 میلادي کال انتخابات وه چې د روسيه په هېواد ېې تور پوري شو چې د سايبري جاسوسانو (Cyber-Spies) په ذریعه يي د ډېموکرات ګوند مخکښه نومانده هېلري کلنټن ماته او په مقابل کې ېې د جمهوریپال ګوند کاندېد ډونالډ ټرمپ د واک تر ګدۍ ورسوه.
همدارنګه ساېبري جاسوسان کولای شې چې د Cyber-espionage په واسطه د يو هېواد د ټول ثبت شوي نفوس، شخصې مالومات وګواښې او زيانمن ېې کړي. د دې برېدونو بل اړخ دا هم کېدلای شې چې د ېو هېواد پوځې او مالي اداراتو حساسو مالوماتو ته لاس رسۍ پېدا کړي او په نتېجه کی ېې پوځې عمليات ناکام او ګڼ شمېر پوځې تاسیسات، امکانات او د انسانانو ژوند د ګواښ سره مخ  شې.
ساېبري جاسوسان او مرسته کونکي هېکران ېې د جرمونو د ترسره کولو تخنيکي پوهه لري او کولای شې چې د يو هېواد يا اداری سیستم ته ننوځې او کلونه کلونه په مخفې شکل سره هملته پاتی شې چې دا حالت بېا په نورو دولتونو باندي د فشار راوړلو لپاره تر ټولو ناوړه قېسم دی چې کار تري اخېستل کیږي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.