پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

کرونا؛ قطر په ۷۲ ساعتونو کې ۳۰۰۰ بستریز روغتون چمتو کړی

27 وری 1399 چنار راډیو

 (دوشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۹ل): د قطر دولت د کرونا ناروغۍ د مخنیوي او مبارزې لپاره د خپل راتلونکي کاري پلانونو او احتیاطي ګامونو په لړ کې یوازې د ۷۲ ساعتونو په جریان کې په ۳۰۰۰ بسترونو سمبال روغتون چمتو کړی دی چې په پرمختللي معیارونو او لوړ کیفیت سمبال دی.
د قطر دولت لخوا په چټک ډول په یوه پراخه ساحه کې د روغتون چمتو کول ددې ښکارندوی کوي چې په دغه هېواد کې د کرونا ناروغي په چټک ډول خپریږي، اوسمهال قطر کې د کرونا ناروغانو شمېر ۳۰۰۰ ته رسیږي چې له مخې یې ۷ تنه مړه شوي او ۲۷۵ بیرته روغ شوي دي. ددغه هېواد روغتیا وزارت په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د ۲۵۱ نویو مثبتو پېښو پخلی کوي.
دغه روغتون د پلازمینې دوحې په شمال کې د «امسال» په سیمه کې موقعیت لري، چې د فواید عامې ادارې لخوا د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه، د ښاروالۍ او چاپيریال وزارت په همکارۍ جوړ شو، چې په ریکارډ چټک وخت او د اړتیا پرمهال په نړیوالو معیارونو سمبال چمتو شو.
په لومړۍ مرحله کې به دغه روغتون د ۳۰۰۰ ناروغانو بستر کولو وړتیا ولري، خو وروسته به د ۸۵۰۰ نورو ناروغانو ځای کولو لپاره بشپړ شي چې په دې ډول به په دغه روغتون کې ټول (۱۲۵۰۰) ناروغان په یوه وخت بستر او تر تداوۍ لاندې وي.
دغه روغتون په وروستۍ طبي ټیکنالوژۍ سمبال دی.
له دې وړاندې په جنوري میاشت کې چین دولت له کومه ځایه چې کرونا وایرس خپور شوی، په شپږ ورځو کې ۱۰۰۰ بستریز روغتون چمتو کړی و چې له هغه وروسته یې ۱۵ نور بیړني روغتونونه په چټک ډول چمتو کړي وو.
دغه راز په هرات ولایت کې د افغان حکومت لخو په ۱۸ ورځو کې سل بستریز بیړنی روغتون چمتو شو چې اوسمهال په کې د کرونا ناروغان تر تداوۍ لاندې دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.