پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د کورونا ویروس کوید۱۹ ناروغي په څه ډول پر انسان تېرېږي؟

27 وری 1399 چنار راډیو

سرچينه: د جرمني د روغتيا وزارت
پر اتیا سلنه (%۸۰) ناروغانو باندې یوازې لږي یا لږ ډېري نښې ښکاره کېدای شي.
لږ نښې: لکه تبه، ټوخی او ځاندردي .
لږ ډېري نښې: ‌لکه تبه، ځاندردي، ټوخی او سپک سينه بغل.
پر څورلس سلنه (%۱۴) ناروغانو بیا سخته نښې ښکاره کېدای شي.
سخته نښې: تبه، ځاندردي، ټوخی او سينه بغل د‌ساه لنډي سره، چې شاوخوا %۵ ناروغان یې په روغتون کې د ICU په واټ کې تر علاج لاندې راځي.
پر شپږ سلنه (۶%) ناروغانو بیا ډېري سختې نښې ښکاره کېدای شي.
ډېري سختې نښې: تبه، ځاندردي، ټوخی او ډېر کلک سینه بغل د ساه لنډی سره تر ساه بندېدلو پورې. داسې ناروغان یوازې په روغتون کې د‌ICU په واټ کې تر علاج لاندې وي.
تر ډېره پورې د کوید۱۹ ناروغۍ مرګوني نه ده، خو که چېرې په یو ځل ډېر ناروغان و روغتونونه ته ورشي، نو په روغتونونو کې به ځای نه وي، چې ناروغانو ته یې ورکړي. په داسې ډول هغه خلک هم مړه کېدای شي، چې یوازې له آکسېجن
ورکولو سره پاتې شوي وای.
یانې ۵ سلنه + او ۶ سلنه = ۱۱ سلنه خلک به مړه شي.
نو یوازینۍ لاره یې دا ده، چې موږ په کورونو کې پاتې شو او بې له کومې اړينې اړتيا له کور څخه بهر ولاړ نه شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.