پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

له کوویډ-۱۹ ناروغۍ سره د تړلي شرم اغیزې او د مخنیوي لارې چارې یې

30 وری 1399 له تاند څخه په مننې


ډاکټر وریښمین سباوون ایم ډی، پی ایچ دی

سټیګما یا بدنامي (شرم) یوه پدیده ده چې د بشري ټولنې ځانګړي خلک ورسره مخ شوي دي او هم مخ کېږي. بدنامي په حقیقت کې د شرم هغه داغ دی چې یو انسان او یا یوه ډله بې ارزښته او سپکوی، په ټولنه کې یې درناوی کموي او یا له منځه وړي. سټیګما په مختلفو بڼو او شکلونو کې را منځته کېږيی. په ځینو سیمو کې په خاص توکم، ژبې، یا جنس پورې تړاو، کمزوری اقتصادي او ټولنیز حالت، جسمي یا جنسي کمزورتیا، معیوبتیا شرم ګڼل کېږي.دغه ډول شرمونه په ځینو ټولنو کې د کرکو او ټولنیزو بې عدالتیو سبب کېږي لکه عامه سهولتونو او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی. پر پورته حالاتو سربیره په ځيني ساري او غیر ساري ناروغیو اخته کېدنه هم لهد شرم سره تړلې ده، ساریي ناروغۍ لکه نری رنځ، آیډز، سفلیس، پولیو، او نورې او ځينی غیرساري ناروغۍ لکه جنسي کمزوري، چاغي، عقلي او عصبي ناروغۍ او نورې.
د تاریخ په اوږدو کې په غربي ټولنو کې په ځینو ناروغانو ملنډې وهل شوي، رټل شوې، او په تکلیف شوي دي، او له ټولنې څخه منزوي شوي دي. د ټولنې د روغو وګړو خراب چلند له ناروغانو سره په ځانګړې توګه له انتاني یا میکروبي ناروغانو سره د هغوی په روغتیایی اقداماتو کې تغیر راوستلای شی. د بیلګی په توګه له نری رنځ سره تړلی شرم له امله په ډیرو هیوادونو کې ناروغانو خپل اعراض او علایم پټ کړی، د عصری طبابت پرځای یی دودیز طبابت ته مخه کړی، او په دی توګه یی اساسی درملنه ځنډ شوی او د ناروغی خپراوی ادامه پیدا کړی ده. دغه پدیده په افغانستان کې هم تثبیت شوی ده.

کوویډ-۱۹ هم یوه ساری ناروغی ده کېدای شی چی پری اخته خلک داغ داره شی. دغه ناروغی چی له ناروغ څخه روغو ته د تنفسی قطراتو (لنډ واټن کې)، مستقیم تماس، او یا په وایرس د ککړو توکو سره دتماس په واسطه خپریږی. د وایرس له اخستو وروسته روغ شخص په اوسط ډول په ۱۴ ورځو کې ددننه دننه په ناروغی اخته کېږی.د ډیرو اخته کسانو ناروغی خفیفه وی او په کمو مواردو کې شدیده او خطرناکه وی. ناروغ شدیده تبه، وچ ټوخی، شدید سردرد، د عضلاتو درد، سستی، او ساه تنګی باندی اخته کېږی. په اوسط ډول د اخته شوو کسانو څخه ۳٪ یی مړه کېږی. دغه ناروغان له روغو جلا کېږی او په روغتون کې ځانګړو واردونو کې ترتداوی لاندی نیول کېږی ترڅو ناروغی نورو روغتیایی کارمندانو او ناروغانو ته انتقال نه شی. همدارنګه هغه خلک چی له ناروغ سره یی اړیکې نیولی وی او یا ورسره یوځای اوسیدلی وی میندل کېږی، د ناروغی لپاره پلټل کېږی، او هم تعقیبیږی. له بل پلوه د عادی مړو پر خلاف د کرونا ناروغ تکفین او تجهیز، د جنازی او ښخیدو مراسم یی هم د ځانګړی روغتیایی لارښود سره سم ترسره کېږی چی د کرونا وایرس یی د مړی له جسد یا تابوت څخه نورو ته وه نه لیږدول شی. دغه ټول شرایط ددی لامل کېدای شی چی دکرونا ناروغ غیر ضروری شرم وکړی او خپله ناروغی پټه کړی ترڅو د ټولنی خلک ورسره ناسم چلند ونګړی.
ډیر امکان شته چی د ټولنی خلک، د عامه خدمتونو پرسونل او حتی روغتیایی کارمندان ورسره د سرایت له ویری سم چلند وه نکړی، چی ژوندی مثال یی په کابل کې د کرونا لپاره د ټاکلی روغتون او نورو عامه خدماتو ناوړه چلند وه چی د یوه ډاکتر او دهغه له کورنی له نورو غړو سره چی په کرونا اخته وه ترسره کړی وو چی ډنډورو یی ټولنیزه میډیا په سر اخستی ده. د کونړ ولایت د عامی روغتیا ریاست هم ددی پخلی کړی چی د کونړ په مرکز د اسداباد ښار کې څنی خلک چی په کرونا مشکوک دی د کرونا سره د تړلی شرم له امله ځانونه پټوی او روغتون ته مراجعه نه کوی. دغو پیښو زه وهڅولم چی د کرونا سر ه د تړلی شرم په اړه دغه لیکنه وکړم، او د چارواکو توجه ورته راجلب کړم. د نړی ډیروهیوادونو ددغی پدیدی سره مقابله کړی، تبعیض یی محدود کړی او یا له منځه وړی او له ناروغیو سره تړلی شرم یی ترډیره حده کنترول کړی دی.

له کویډ-۱۹ ناروغی سره د ټړلی شرم اغیزی:

تردی دمه په افغانستان کې د کویډ-۱۹ ناروغی له امله د مړینو شمیره کمه ده، په نږدی راتلونکې کې د کرونا ناروغی له امله د مړینو د زیاتیدو احتمال ډیر زیات دی. د مړینو له زیاتیدو سره د کرونا سره تړلی شرم د زیاتیدا احتمال هم شته، چی ممکن خورا بدی پایلی ولری. له کرونا سره د تړلی شرم او بدنامی له امله ممکن خلک (مشکوک ناروغان) خپل اعراض او علایم پټ کړی او روغتیایی مراکزو ته مراجعه وه نه کړی. دا کاربه نه یواځی په ښارونو بلکه په کلیو او بانډو کې د هم د ناروغی د دوامداره سرایت، د ناروغی د اختلاطی کېدو، او مړینی زیاتوالی لامل شی او بالاخره د کرونا وایرس د وبا کنترول به نور هم لاستونزمن شی.

له کوویډ-۱۹ ناروغی سره د تړلی شرم سره د مبارزی وړاندیزونه:

1. د عامی روغتیا وزارت باید له اړوندو روغتیایی ادارو لکه یونیسف او نوروس سره په ګډه د دغې پدیدې او ستونزې په وړاندی په احتیاط سره مبارزه پیل کړی.

2. میډیا او رسنی باید خپلی دکرونا ناروغی اړونده برنامی د مسلکی خلکو سره پر مخ بوځی او د غیرمسلکی پیغامونو له نشر څخه جدی مخنیوی وکړی.

3. د میډیا او رسنیو د پرسونلو او روغتیایی کارمندانو لپاره باید یو لنډ لارښود ترتیب شی چی په څه ډول له ناروغانو او ټولنی سره د ناروغی په اړه مفاهمه وکړی، په کومو الفاظو تمرکز او له کومو ډډه وکړی. د بیلګی په توګه ددی په عوض چی ووایی– وایرس نشروی، کرونا ناروغی لیږدوی، نور منتنوی — باید تمرکز پردی وکړی چی کوم خلک په ناروغی اخته کېدای شی.

4. د ټولنی اغیزمن خلک په ځانګړی توګه دینی عالمان باید د اسلام د مبین دین د ارشاداتو په رڼا کې د ناروغی له خطراتو ، خپراوی، د غفلت او نه همکاری له دنیوی او اخروی عواقبو څخه خبر کړی.

5. له هغو کسانو سره چی له کرونا څخه رغیدلی رسنی باید مرکې وکړی چی د خپلی ناروغی په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړی. په دی توګه به د خلکو اندیښنی کمی او د شرم کچه راټیټه شی.

6. هغو خلکو او روغتیایی کارمندانو چی د ناروغانو پالنه کړی باید د قهرمنانو په توګه تحسین شی او ونازول شی.

7. د امکان ترحده باید د غلطو معلوماتو او پروپاګندو مخه ونیول شی

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.