پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د کرکیټ په تاریخ کې نه هېرېدونکی کرکیټر سچن ټنډولکر نن ۴۷ کلن شو!

05 غويی 1399 چنار راډيو

2020-04-24
د هندوستان هیواد د د کرکیټ ملي لوبډلي او د نړۍ په کرکیټ کي نه هېرېدونکې د کرکیټ څهره سچن ټنډولکر نن ۱۳۹۹-۲-۵ د جمعې په ورځ ۴۷ کلن سو.
هغه د ۱۹۷۳م د اپرېل میاشتي په ۲۴مه نېټه د هندوستان په ممبي ښار کي زېږېدلی.
سچن ټنډولکر د ۲۰۱۲م کال د مارچ میاشتي په ۱۸مه نېټه خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د پاکستان په وړاندي ترسره کړه او له هغه وروسته ئې د یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه.
ټنډولکر د ټیسټ سیالیو پيل د ۱۹۸۹م د نومبر په ۱۵مه او د یو ورځنیو لوبو پيل ئې بیا د ۱۹۸۹م د ډیسمبر میاشتي په ۱۸مه نېټه وکړ.
هغه د ټیسټ او یو ورځنیو دواړه فارمټونو پيل د سرخت سیال هیواد پاکستان په وړاندي کړی.
د هندوستان د کرکیت ملي لوبډلي دې تکړه لوبغاړي بیا خپله وروستۍ ټیسټ لوبه د ۲۰۱۳م د نومبر میاشتي په ۱۴مه نېټه د ویسټ انډيز په وړاندي ترسره کړه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه ئې بیا د ۲۰۱۲م د مارچ میاشتي په ۱۸مه نېټه د پاکستان په وړاندي ترسره کړه.

ټنډولکر په ۱۱ کلنۍ کې د کرکټ لوبي پیل کړې او په ۱۶ کلنۍ کي د هندوستان په لوبډله کي شامل سو او له پاکستان سره یې په کراچۍ ښار کي لومړۍ لوبه وکړه.
نوموړي ۲۰۰ ټېسټ لوبې ترسره کړي، چې ۱۵ زره ، ۹ سوه او ۲۱ منډې یې پکې جوړې کړي او په یوه پاڼۍ توپ وهنه کي یې ۲۴۸ ناسوځېدلي لوړي منډي دي.
په ټېسټ لوبوکې ۵۱ سلیزې او ۶۸ پنځوسیزې لري.
۴۶۳ یې یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۸ زره ۴ سوه او ۲۶ منډې یې پکې جوړې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې تر ټولو لوړې منډې دي.
یوه شل اوریزه لوبه یې کړې او لس منډې یې پکې جوړې کړي دي.
ده په ټولو لوبو کې سل سلیزې وهلي، چې تر اوسه یوه لوبغاړي هم نه دي وهلي او نړۍ کي یې ریکارډ د ده په نوم دئ.
د ۱۹۹۴ نه تر ۱۹۹۹ م کال پورې ښه په کش کې روان و او نوموتی توپ وهونکی یادېده.
۲۰۰۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کۍ یې په ۱۱ لوبو کې ۶۷۳ منډې جوړې کړې او د ټول ټورنمنټ د غوره توپ وهونکي جایزه یې واخېسته.
سچن خپله لومړۍ سلیزه هم د بنګله دېش خلاف وهلې وه او خپله سلمه سلیزه یې هم د بنګله دېش خلاف ووهله، چې د سل سلیزو ریکارډ یې جوړکړ.
۱۹۹۶ م کال کې د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر سو؛ خو ډېر اغېزمن نه و، له لوبډلمشرۍ لرې شو او په ۲۰۰۷ کال کې یو ځل بیا لوبډلمشر شو، چې مثبت اغېز یې کم و او بېرته لرې شو او پر ځای ایم ایس ډوني لوبډلمشر شو.
نوموړي ۲۴ کاله نړیوال کرکټ وکړ او له لاسته راوړنو څخه ډک رول یې د هندوستان لپاره ولوباوه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.