پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

خپګان، ژور خپګان (depression)/

28 غبرګولی 1399 له تاند څخه په مننې

کامران وزیري
خپګان يا ژور خپګان څه شی دی؟
خپګان يوه ډېره عامه ناروغي ده، چې په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۵۰ ميليونه خلک په دې رنځ اخته دي .
د ژور خپګان له امله په نړۍ کې هر کال تر اته لکو پورې کسان په ځانوژنه لاس پوري کوي. په انګلستان کې دوه پر درېيمه برخه خلک د خپل ژوندانه په ترڅ کې له دې ناروغۍ سره لاس او ګريوان وي.
د افغانستان د روغتيا وزارت په يوه وروستي خبر کې د رواني ناروغیو کچه په هيواد کې ډيره لوړه ښودل شوې چې له هغې جملې څخه خپګان هم يوه پراخه ناروغي ده.
خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی، خو که ډير دوامدار شي نو بيا ناروغي ګڼل کيږي. کله چې انسان د ژوند د کړاوونو او ستونزو سره مخامخ وي، نو ډېری مهال کېدلای شي، چې دا څيزونه د خپګان لامل شي.
په عادي (نورمال) حالت کې خپګان د لنډې مودې لپاره دوام مومي، چې په رنځ کې نه شميرل کيږي او د انديښنې وړ نه وي. د خپلوانو پر مړينه خپګان، تر شخړو وروسته او هسې کله کله زړه تنګۍ دا د نورمال خپګان بېلګې دي.
که خپګان لږ تر لږه تر دووه اوونيو وغزېږي او يا د انسان د عادي ژوند مخه ونيسي، نو بيا ناروغي ګڼل کيږي.
له خپګان سره ډيری مهال ځينې نورې ستونزې هم غاړه راځي لکه زښته اندېښنه کول، لږ او يا ډير خوب کول، ډېره ستړيا او په کارونو کې بې زغمه کېدل.
د خپګان اصلي لاملونه څرګند نه دي او هر څوک د ژوند په ترڅ کې له خپګان سره مخامخېدلای شي.
خپګان په هغه کسانو کې چې مور يا پلار يې په دې رنځ اخته وي ډير دی. ځينې څيزونه او حالات د خپګان د را منځ ته کيدلو چانس ډېروي، لکه له دردوونکو حادثو سره مخامخېدل، د کورنيو غړو او خپلوانو مړينه او ژوبله، د شتمنيو، کارونو او يا ټولنيز مقام له لاسه ورکول، کورنۍ ستونزې لکه طلاق او يا هم داسې نورې ستونزې.
په ځينو خلکو کې خپګان کېدلای شي چې په ناڅاپي ډول بې له هېڅ لامله را منځ ته شي.دا هم څرګنده ده چې ښځې د نارينه وو په پرتله په خپګان ډيرې اخته کيږي.
ځينې نور لاملونه هم شته چې د دې ناروغۍ د پېښېدلو چانس لوړه وي، لکه فزيکي (ځاني) ناروغۍ کومې چې دوامداره درملنه غواړي، لکه د شکرې ناروغي، د سرطان او د زړه ناروغۍ. همداسی د ژوند د لومړنيو اړتياوو نه لرل، په مخدره توکو روږدي کېدل، د چاپېريال ککړتيا او ورسره اړوندې ستونزې او همداسې نور.
د خپګان نښې او نښانې
تر ټولو ډيره اړينه خبره، چې بايد ټول پرې پوه شوو دا ده چې د خپګان د نښو او بڼې څرګندېدل په هر چا کې خپلې ځانګړتياوې لري او په ټولو خلکو کې په يوه بڼه نه وي او هم د خپګان نښې نورو رواني ناروغیو ته ورته والی لري، چې څېړل او کره تشخيصول يې د رنځپوهانو دنده ده.
په ټوله کې ځينې داسې نښې او نښانې شته چې د خپګان پر مهال په انسانانو کې راڅرګنديږي. د دوی له جملې څخه لږ تر لږه درې داسې نښې شته، چې د خپګان د تشخيص لپاره يې شتون لازمي دی ( ځان خپه احساسول، ځان ستړی يا بې انرژي احساسول، د ژوند نه او د ټولو هغو څيزونو چې پخوا ترې خوند اخيستل کېده، زړه توري او زړه صبري).
دا د خپګان هغه نښې او نښانې دي چې ډېری مهال تر سترګو کېږي.
– پرله پسی زړه تنګي ، خپه مزاجه خوی لرل .
– زر په غوسه کېدل، فکري او فزيکي ناکراري .
– ژړه غوني کېدل او يا بې علته ژړل .
– خپلې ظاهري بڼې ته پاملرنه نه کول ، ځان پاک نه ساتل .
– د خپګان نښانې په څېره کې رابرسېره کېدل.
– ځان ملامته احساسول او يا هم داسې احساس چې ځان ورته د هېڅ کار وړ نه ښکاري.
– ځان له نورو خلکو نه ګوښه کول او له ټولنيزو ناستو- پاستو څخه ډډه کول .
– ناارامه بيديدل (څو ځله د شپې راپاڅېدل او يا هم سهار وختي راپاڅېدل او بيا بيرته خوب ته ورتلل)، وران او ګډوډ خوبونه ليدل .
– کله کله د سر درد ، د زړه د درزا ډېرېدل او يا هم د سينې د دردونو احساسول .
– په حافظه او  پاملرنه کې ستونزې .
– د پرېکړو  توان نه لرل ، زړه نازړه کېدل او پر خپل ځان ډاډ نه لرل .
– ډوډی ته زړه نه کېدل آن دا چې ډنګرېدل.
– له جنسي اړيکو نه زړه صبري او د نارينه د فزيکي او جنسي وړتيا لږيدل .
– ډير منفي فکرونه لرل (آن د ځانوژنې تر پولې پورې)، ژوند بې معنا ګڼل او ټولو نورو شيانو ته په منفي سترګه کتل او يا رنګ ورکول .
– نهيلی کېدل، د بېوسۍ احساس لرل، ځان بې ارزښته ګڼل، له هر څه زړه توري کېدل.
د خپګان لرونکي ناروغان په ټوليز ډول له پورتنيو نښو څخه د پنځه يا شپږو نښو لرونکي وي .هر څومره چې د پورتنيو نښو کچه ډېره وي او هر څومره چې دا نښې ځواکمنې وي، نو هغومره خپګان ژور دی.
 ژور خپګان مانا سخت، زورور او يا خطرناک خپګان، چې ورته بيړنۍ درملنه په کار ده. خپګان بيا په خپل وار د نورو رواني ناروغیو لامل کېدای شي او يا ورسره په جوخته را څرګنديږي نو ځکه له عقلي او رواني ډاکترانو څخه سپارښتنه او درملنه اړينه ده

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.