پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

کوويډ-۱۹ او په افغانستان کې انلاين زدکړې

28 غبرګولی 1399 چنار راډيو

ليکنه: نورمل
“حتمي نه ده چې ښې انلاين زدکړې په ښه ټيکنالوجي سمبالې وي، په ډېره ساده ټيکنالوجي ډېرې عالي زدکړې وړاندې کېدای شي”
د کوويډ-۱۹ له خپراېدا سره سم په ۱۶۶ هېوادونو کې ښوونځي او پوهنتونه رخصت شول. په ډېره نړۍ کې د زدکړو دوديز سيسټم انلاين ته وواښت. د ژوند د نورو چارو په څېر د ښوونې په برخه کې هم دې ناڅاپي پېښې ته نړۍ په ذهني او فزيکي ډول چمتو نه وه. او له همدې کبله د زدکړو بهير له ستونزو او کړاوونو سره مخ شو.
زه د امريکا د اوهايو ايالت په اکرون ښار کې د ښوونې له بورډ او دولتي ښوونځيو سره کار کوم. د ښاربندۍ په لومړيو اونيو کې زموږ ښوونکي او زده کوونکي له انلاين زدکړو سره د نابلدتيا په پار له ستونزو سره لاس و ګرېوان ول؛ خو ډېر ژر هر سهار له ښوونکي سره د ويډو کنفرانس له لارې مخامخېدل، د ويډيويي ليکچرونو کتل او په ګوګل کلاسروم کې کورنۍ دنده سپارل د ټولو زده کوونکو عادت وګرځېد. ورو ـ ورو د ټولو زړه ته ولوېده چې انلاين زدکړې را خپلول (لږ تر لږه د اوس لپاره) يوازينۍ حللاره او اړتيا ده.
په افغانستان کې د زدکړو عموي وضعيت او بيا په اوسني حالت کې د انلاين زدکړو په مخ کې پراته خنډونه سړی اندېښمنوي. که څه هم افغانستان له لر-واټنه زدکړو سره څه ناڅه له پخوا بلد دی، لومړی ځل لر-واټنه ښوونيزې خپرونې په ۱۳۴۸ کې پيل شوې. په ۶۰مه لمريزه لسيزه کې ملي تلويزون لويانو ته د ليک‌لوست ښوونې يوه يو ساعته خپرونه پيل کړه. د کورنۍ جګړو پر مهال دا خپرونې بندې شوې او د طالبانو د واکمني پر مهال خو له لويه سره تلويزون وتړل شو. په ۱۳۸۳ کال کې ملي راديو تلوېزون د ايټاليا په مالي او د يونيسکو په تخنيکي مرستو خپلې ښوونيزو خپرونې بيا پېل کړې، نن ملي تلويزون د معارف په نوم جلا تلويزوني کانال او خپلې خپرونې لري.
ما چې د معارف تلويزون ځينې خپرونې په يوټيوب کې وکتې اندېښنې مې ليرې شوې. دا خپرونې د افغانستان د تعليمي نصاب، د ښوونځيو د کتابونو او د ښوونکيو د لارښود کتابونو په رڼا کې جوړېږي. که څه هم نيمګړتياوې لري خو پر ټولو نيمګړتياوو سربېره د سړي پر خوله آفرين ورته راځي.
بلخوا د افغانستان له خصوصي ښوونځيو او پوهنتونو بايد نسبتاً زياته تمه وشي، ځکه دوی له يوې خوا له زده کوونکو ښه غټ فيسونه اخلي او له بلې خوا د دغو ښوونځيو او پوهنتونو ډېری زده کوونکي په پرتليزه توګه له شتمنو کورنيو دي چې برېښنا، انټرنيټ، تلويزون او کمپيوټر ته تر ډېره بريده لاسرسی لري. خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه بايد په لا لوړ معيار ډيجټلي زدکړې وړاندې کړي، چې نه يوازې د دوي خپل زده کوونکي بلکې د دولتي ښوونځيو او پوهنتونونو زده کوونکې هم ګټه ځنې واخلي.
ځينې خصوصي پوهنتونه او ښوونځي د بحران پر مهال د زده کوونکو فېس معافوي او په دې پلمه ځان له مسؤليته خلاص ګڼي. خو دلته ستونزه يوازې د فېس نه ده، تر فېس مهم ټوک د زده کوونکو وخت دی چې بېځايه يا بې‌زدکړې بايد مصرف نه شي. دا ښه ده چې د کرونا پر مهال له زده کوونکو سره په فېس کې مراعت وشي او د امکان په صورت کې فېسبونه ور وبښل شي، خو زدکړې بايد په هيڅ صورت نه ودرېږي.
زه چې د ځينو خصوصي ښوونځيو او پوهنتونو ويډيو ليکچرونه وينم ناهيلی شم. خو بيا هم يو شمېر داسې نوښتګر ښوونځي شته چې زدکړيز توکي او ميتودونه يې د نړۍ له نورو سيالانو سره سيالي کولای شي. په دې لړ کې د کندهار د ويسا اکاډمي يادونه اړينه ګڼم. دوی له ګوګل کلاسروم او د انلاين زدکړې له نورو ماډرنو افزارو کار اخلي. په امريکا او نوره نړۍ کې هم ډېری ښوونځي د ګوګل کلاسروم په مټ زدکړو ته دوام ورکوي. د ويسا اکاډمي ځينې ويډيوګانې مې په امريکا کې د هغو ښوونځيو له ويډيوګانو سره پرتله کړې چې زه کار ورسره کوم، دې پايلې ته ورسېدم چې د ويسا اکاډمي ويډيوګانې که زموږ تر ويډيوګانو ښې نه وي، بدې بېخي نه دي. د ويسا اکاډمي دا نوښت په هرڅومره ستاينه ارځي.
بل پلو د پارلمان يو شمېر غړي او د (ټولو) چارو شننونکي  د پوهنې وزارت د لر-واټنه زدکړو طرحه ننګوي خو په بدل کې يې هيڅ پلان يا طرحه نه لري. پرته له دې چې ښوونځي تر بيا پرانېستل کېدو په يو مخيز ډول بند پاتې شي. سمه ده چې، ټول افغانستان برېښنا او تلويزون ته لاسرسی نه لري. خو لږ تر لږه په لويو ښارونو کې دا اسانتيا په پرتليز ډول شته. د افغانستان ښوونيز نظام وسمهال د نهه مليونه په شاوخوا کې زده کوونکي او تر ۲۰۰زره ډېر ښوونکي لري. تر دې چې دا ټول نهه مليونه زده کونکي له زدکړو محرومېږي او د زدکړو پروسه په ټپه درېږي دا غوره ده چې له شته امکاناتو ګټه واخېستل شي او د پوهې ډېوې بلې وساتل شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.