پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

د الکوزي دارو په نیم ساعت کې ولې کار کوي؟

29 غبرګولی 1399 له تاند څخه په مننې

نګین کرګر
دا ځکه چې مورفین تریاک او مخدره مواد عصبي ریسپټورونه لري مونږ ورته اخذه یا آنټن وایو نو ځکه دستي په نیم ساعت کې اغیزه کوي.
اوپیوییډ په درې برخو ویشل شوي درمل دي یو چې خالص د بوټو څخه جوړ شوي وي لکه مورفین، کوډیین، دوهم نیمه عضوي یعنې چې طبیعی مالیکیول په لابراتوار کې لږ بد شوي وي لکه هیرویین یا اوکسې توسین، او دریم کاملاً غیر طبیعي چې په لابراتوار کې جوړ شوي وي لکه فینتانیل یا میتادون.
ولې د اپین یا تریاکو څخه دارو اعتیاد یا روږدي کیدل رامنځته کوي؟
اعتیاد یو ‌‌‌‌‌‌ډیر نارامه کوونکى احساس دى چې د انسان په فزیکي ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډیره اغیزه کوي، دغه داروګان چې کله په غیر قانوني ‌‌‌‌‌‌ډول او د نامعلومې اندازې سره استعمال شي نو اعتیاد منځته راوړي. دا درمل د هغه اوپیوییدو سره کوم چې په وجود کې په طبیعي ‌‌‌‌‌‌ډول یا ایندوجینس جوړیږي شباهت لري لکه انکافیلینس (کافیلنس) د اندومورفینو یو ‌‌‌‌‌‌ډول دي چې د امینو اسیدو څخه جوړ شوي دي او د مورفینو سره په خپل کیمیاوي فورمول کې شباهت لري. دا ټول درمل په دماغي حجرو کې د اوپیویید ریسپټورونه یا اخذي بندوي. په دماغي حجرو کې څلور ‌‌‌‌‌‌ډوله ریسپټورونه یا اخذي موجود دي. د دې ریسپټورونو کیمیاوي فورمولونه یو بل ته ورته وي خو تاثیرات یې په مغز کې مختلف دي مثلاً د درد په قرارولو کې دغه درمل په مغز کې ریسپټورونه فعالوي او د درد ریسپټورونه یا اخذي غیر فعالوي.
اعتیاد هغه وخت تشخیص کیږي چې ناروغ دوه حالتونه څرګند کړي. یو چې په مغز کې دوپامینیرجیک نیورون ، چې عادي حالت کې دوپامین ترشح کوي ، کوم چې د مغز نورو ساحو ته سیګنال لیږي او د مغز ساحې تحریکوي دغه دوپامینیرجیک نیورون ریسپټور یا اخذي لري چې دا تحریکات کنټرولوي خو کله چې مخدره مواد ورسیږي دغه اخذي بیا کار نه کوي او نور پروټین چې د ګابا په نامه یادیږي ترشح
کیږي کوم چې په آزاده توګه دوپامین ترشح کوي او دمغز هغه حصه چې انسان ته خوشحالي وربښي تنبیه کوي او انسان دې ته مجبوروي چی د دغه رقم خوشحالۍ احساس څخه بیا خوند واخلي.
دا میکانیزم او د درد د لیرې کولو یا کرارولو میکانیزم یو ‌‌‌‌‌‌ډول دى. دا چې کوم ‌‌‌‌‌‌ډول کسان روږدي کیږي ، دا د انسان آرثي خواصو او چاپیریال پورې اړه لري، ځينې کسان ژر روږدي کیږي او ځینې کسان وروسته روږدي کیږي ، خو روږدي کیدل یوازې د لذت بښوونکي احساس څخه نه رامنځته کیږي، بلکې دوا په وړاندې استقامت یعنې مکرر استعمال یې د دایمي روږدي کیدو علتونه دي، او چې انسان ورته ضرورت احساسوي فرق کوي. استقامت یعنې په وجود کې د هر ځل استعمال څخه وروسته داسې حالت پیدا شي کوم چې د دوا د کارولو څخه وروسته پیدا کیږي دا کله کله داسې پیاوړی حالت وي چې ناروغ غواړي په سلهاوو ځله زیاتره درمل د لومړي ځل څخه واخلي، دا پدې شکل ځکه څومره چې زیات استعمال شي هغومره زهري حالت په وجود کې رامنځته کوي.
ولې دغه درمل تنفسی سیستم مرضونو لپاره ګټور ندې؟
دا ځکه چې په تنفسی امراضو کې سږې دمخه ‌‌‌‌‌‌ډیر ضعیفه وی او دا دارو نور هم د سږو انقباص او انبساط کمزوری کوی او د اکسیجن تبادله خورا سختوې. او یا کله دټوخې ریفلکس کموی کوم چې ډیر مضره تمامیدی شې.
د څو دارملو یوځای خوړل او دهغی اغیزه د وینې په دوران او هاضمه سیستم، څنګه وې؟
د درملو تعامل درملو سره دا هغه وخت کې منځته راځي کله
چې په درملو کې اضافه شوي مواد او یا هم خپله درمل په میتابولیزم یا د وجود په وظیفوي حالت اغیزه واچوي. کله یو درمل د بل درمل سره تعامل کوي او جانبي عوارض او یا میتابولیک اثرات لري.
مثلاً لکه سیروتونین سندروم، کله چې ناروغ ته سیروتونین ورکړل شي ، نو په بدن کې سیروتونین زیاتیږي، ځکه د انسان بدن خپله هم سیروتونین ترشح کوي، یا هم کله چې ځينې دارو وخوړل شي چې د بدن په یو موقیعت اثر وکړي اول دغه درمل د هاضمه جهاز څخه تیرږي یا هیپاتیک بای پاس یعنې په ځیګر کې د دوا په فعالي مادې یا اثر کوونکې مادې بدلیږي او بیا تاثیر کوي.
د دوا تاثیر د میتابولیزم له لارې یوه عمومي او مغلقه پروسه ده دغه وخت کې په ځیګر کې یو دوا د بلې دوا د فعال ماليکول سره تعامل کولی شي، چې کیدای شي یوه بله زهري ماده رامنځته کړي اویا یو بې اثره دوا ترې جوړه شي، د درملو د تعاملاتو څیړنه دا پروسه تل په نظر کې نیسي ، حتی تاسې ته کله کله به ‌‌‌‌‌‌ډاکتر ویلي وي چې دا درمل یوازې اوبو سره مخکې د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ څخه یا پس له ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ څخه یا په کوم ټاکلي وخت کې وخورئ.
د مثال په توګه که یو درمل د عصبي اخذو تنبیه کوونکې وي او بل دارو د ځیګر د انزایمونو تنبیه کوونکې وي او د انزایم په واسطه ټاکلي ارګان ته ځي نو دا فرق کوې.
د حکیم الکوزي درمل چې د څو درملو یو مخلوط دى د شکر یا زړه ناروغان ښایي څو ورځې وروسته د فشار او یا د وینې قند د لوړیدو یا د ټیټیدو سبب او یا د مرګ سبب کيږي ، ځکه د دوا یوځاى کول ، اندازه، په وجود کې میکانیزم، دا خورا مهم دی مثلاً ځينی داروګان د پرو درګ په نامه هم یادیږي لکه کودین چې د ځیګر د انزایمونو په واسطه اول په مورفینو بدلیږي او بیا د هاضمې جهاز یا هیپاتیک بای پاس له لارې خپل اثر په مغز کوي، په ځیګر کې ډیر ‌‌‌‌‌‌ډولونو انزایمونه موجود دي چې بیلابیلو انزایم ریسپټورونو ته ځواب ورکوي
کوډین ‌‌‌‌‌‌ډیر قوي انالجیزیک یا د درد ضد درمل دي ، که مثلاً کوډین سره کوم نور دارو وخوړل شي کیدای شي چې په ځیګر
کې هغه انزایم بلاک کړي کوم چې کوډین په مورفینو بدلوي
ځکه مورفین چې د کودین نه په ځیګر کې بدل شوې دې دردکراروې، یعنی د درد د آرامولو لپاره کوډین بې تاثیره شي. همدارنګه که کومه ښځه کانتراسیپتیف تابلیټ استعمالوي چون دغه درمل اکثراً د وجود په هارمون سیسټم آثر کوي نو ښه به وي چې د ډاکتر په مشوره وخوړل شي، او همداسې د میرګي یا صرع دارو باید په ‌‌‌‌‌‌ډیر احتیاط سره وخوړل شي او تل د ډاکتر د توصیه سره سم وکارول شي.
د کورنۍ او خپلې روغتیا لپاره تل د درملو تاریخ ګورئ او مسٶلانه چلند ورسره کوئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.