دوشنبه, ۱۰ غويی ۱۴۰۳

د افغانستان جوړ کرنيز ماشينونه منځنۍ آسیا ته ولېږل شول

01 چنګاښ 1399 چنار راډيو

تر څو کلونو وړاندې دا کرنیزې وسيلې له پاکستان راوړل کېدې، خو اوس د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې په کور دننه له جوړو شویو کرنیزو ماشینونو کار اخیستل کېږي.
تېره اونۍ په لومړي وار د غنمو ۱۲ تهريشرې له جلال اباد تاجکستان ته ولېږل شوې.
په لومړي ځل له افغانستان د باندې نورو هېوادونو ته په جلال آباد کې د جوړو شویو کرنيزو ماشينونو صادرېدل د ډېرو افغانانو لپاره د خوښۍ خبره وه.
د جګړه ځپلي افغانستان د ټولنيزو رسنیو يو شمېرکاروونکو چې لا یې هم ډېر شمېر توکي له لومړنیو خوراکي توکو نيولې آن تر پلاستيکي کارېدونکو توکو هر څه خپل نه لري او له نورو هېوادونو راځي، له افغانستان د دې لېږدېدونکو کرنيزو ماشينونو د عکسونو په خپرولو سره خوښي څرګنده کړې ده.
د جلال اباد ښار په يوه څنډه کې د جاوېد افغان کرنيزو توکو د فابريکې په انګړ کې کارګر د دوبي د ګرمو ورځو په ۴۲ درجې ګرمۍ کې د برخې برخې تهريشر د تړلو او اوسپنې په ويلډنګ کولو بوخت دي. د يوې جوړې تهريشر بیه شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ ده.
د جاوېد افغان فابريکي مشر تور ملنګ په دې کار ځای کې د جوړېدونکو توکو په هکله وايي: "اومه مواد مو خپل دي. له اوسپني فرنس لرو. تقريباً ۷۵ سلنه خام مواد زموږ په خپل هېواد کې دي. له همدې موږ د غنمو او نور تريشرې ترې جوړو. لکه د غنمو، جوارو او غنمو ترېشرې ترې جوړو او د ګروندګرو په واک يې ورکوو."
په ګرد او غوړو د ککړو ګارګرو د لاس خوارۍ اوس دومره ځای نيولی چې ماشينونو يې اوس د افغانستان له خاورې هغه خوا په منځنۍ اسيا کې هم بازار موندلی دی. ښاغلی ملنګ وايي، د پاکستان پرتله منځنۍ اسيا هېوادونو سوداګرو ته د افغانستان کرنيز توکي ارزانه لوېږي او له همدې امله هيله من دی چې په راتلونکو کلونو کې د منځنۍ اسيا د ځینو هېوادونو بازارونه خپل کړي:
"راتلونکو ۲۰۲۱ ۲۰۲۲ کې نورو ګاونډيو هېوادونو، ازبکستان، قزاقستان او قرغزسستان ته ورسوو. تاجکستان ته خو مو ولېږل."
ننګرهار کې جوړېږېدونکي دا کرنيز ماشينونه اوس د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې کارېږي. په افغانستان کې دې ماشينونو پېرېدونکي او کارونکي ترې راضي ښکاري :
"دا وطن کې جوړ ترېشر ښه دي. موږ به مخکې پاکستاني تریشر کارول. اوس د افغانستان جوړ شوي کاروو. ښه دي. غنم پاک وباسي."
په تېر کې افغانستان ته ټول د اړتيا وړ کرنيز وسايل له پاکستان راوړل کېدل. د ننګرهار سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، په دې ولايت کې جوړېدونکي ماشينونه کولی شي په کوردننه اړتيا پوره کړي. دوی ټينګار کوي، د کورنيو تولیداتو د ملاتړ لپاره دې له پاکستان کرنيزو توکو راوړل بند شي او یا دې پرې د ګمرکي تعريفو بيې لوړې شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.