پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

ولې د افغانستان ثبات د اسیا د پرمختګ لامل کېدای شي؟

03 زمری 1396 غفور احمد جاويد

ولسمشر محمد اشرف غني په خپله وینا کې هر وخت په دې تاکيد کوي چې افغانستان به د اسیا د پرمختګ د وصل ټکی وي او افغانستان کولای شي چې د اسیا له‌پاره په اقتصادي څلورلاري بدل شي، د افغانستان ثبات د سیمې په ثبات پورې تړلی دی او ویلي یې دي چې افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلولو دهلېز دی او چې په دې دهلیز کې ثبات او امنیت نه وي، ممکنه نه ده چې د اسیا دا دوې برخې دې له یو بل سره ونښلول شي.
دا چې د اسیا دا دوې برخې یوې بلې ته څه اړتیا لري او ولې ونښلول شي، غواړم دلته لنډه کتنه ورته وکړم؛
سویلي اسیا
جنوبي اسیا د نړۍ یو تر ټولو د زیات نفوس لرونکې سیمه ده، دا سیمه چې د وګړيو شمېر یې تر یو نیم ميلیارډ زیات دی اوس له فقر سره مخ ده او په تېره بيا د انرژي له کمښته کړېږي، دا سیمه په صنعتي لحاظ د ښه پرمختګ سیمه ده، ځکه په دې سیمه کې د نساجي او برېښنایي تولیداتو کار و بار زیات او ښه دی او تر ډېره بریده پورې د دې سیمې اقتصاد د کرنې تر څنګ په همدې مسایلو پورې تړل شوی دی.
خو جنوبي اسیا په تېره بيا هندوستان، پاکستان او بنګله‌دېش هغه هېوادونه دي چې د نفوس کچه یې د نړۍ د نورو سیمو په نسبت خورا زیاته ده او د دې سیمو خلک له یو لړ پرمختګونو سره اوس هم له بېلابېلو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، تر ټولو زیات چې کولای شي په راتلونکې کې د دوی اقتصادي او ښه ژوند کول له ګواښ سره مخ کړي، هغه د انرژي ستونزه ده چې نه یوازې دا چې هر کال د دوی د انرژي ستونزه زیاتېږي، بلکې د سرچینو په کمېدو سره یې صنعت هم له ستونزو سره مخ کېږي او دابیا د دي لامل شوی دی چې نړیوال مارکېټ ته د دوی په عرضه کېدونکيو تولیداتو سيوری وغوړوي.
ځکه د دې هېوادونو  سلګونه وګړي همدا اوس انرژي ته لاس‌رسي نه لري، په ۲۰۱۶ کال کې ۲۴۴ ملیونه هندوانو ۵۱ میليونه پاکستانیان او ۶۰ میليونه بنګله‌دېشیانو  د یوې سروې له مخې برېښنا او انرژي ته لاس‌رسی نه لري چې دا کېدای شي د اړونده هېوادونو پر اقتصاد او مارکېټ بد اغېز وکړي.
همدا رنګه دا هېوادونه د خپل تولید شوي صنعت له‌پاره اړ دی چې ځان ته مارکېټ پیدا کړي او دامارکېټ نظر د دوی د توکيو د تولید کیفت ته، یوازې په مرکزي اسیا کې لیدل کېږي، ځکه په نورو سیمو کې د دوی د توکيو کیفت شاید هغومره نه وي چې په مارکېټ کې ځای پیدا کړای شي.
مرکزي اسیا
مرکزي اسیا هغه هېوادونه دي چې د نړۍ ۴۲ فیصده ګاز ۶ فیصده تېل او تر څنګ یې د اوبو سرشارې منابع لري، خو د دې سرچینو د پلور او تر څنګ یې له دې سرچینو د ګټې اخيستلو له‌پاره نه کومه ځانګړې تګلاره تر اوسه لري او نه هم مارکېټ، چې دا د دې لامل شوی دی چې دا سیمې له صنعته وروسته پاتې شي او یو شمیر هېوادونه یې لکه تاجکستان ازبکستان د اسيا غریب‌ترین هېوادونه شي.
که وګورو په ننۍ نړۍ کې هغه هېوادونه چې د اوبو له لارې د تجارت راکړه ورکړه کوي ډېر زیات پرمختګ یې کړی دی، ځکه له یوې خوا دا ټرانزیټ ارزانه او له بل پلوه د نړۍ د نښلولو او مارکېټونو د نښلولو ښه وسیله هم ده، خو متاسفانه د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان په شمول بحر ته لار نه لري.
تر څنګ یې د صنعت نه‌شتون یوه بله هغه مساله ده چې د دې هېوادونو د ولس پر اقتصاد نېغ په نېغ اغېز لري؛ نو دې وضعیت ته په کتو سره ویلای شو چې مرکزي اسیا باید د خپلې انرژي له‌پاره د مارکېټ پیدا کولو تر څنګ له نورو د صنعت په واردلو سره د خپلو هېوادونو د پرمختګ په برخه کې کار وکړي چې له دې لارې خپله انرژي خرڅه او تر څنګ یې د جنوبي اسیا د صنعت په تر لاسه کولو سره د اسیا د پرمختګ لامل شي.
پایله
پورته مسایلو ته په کتو سره چې جنوبي اسیا انرژي او مرکزي اسیا صنعت ته اړتیا لري، تر څنګ یې باید جنوبي اسیا خپل صنعت او تولید ته مارکېټ پیدا کړي او همدارنګه مرکزي اسیا د صنعت تر لاسه کولو تر څنګ خپله انرژي د نړۍ په سلګونه میليونه لرونکي مارکېټ وپلوري؛ نو لازمه ده چې د دې دواړو حوزو د نښلولو ټکی چې هغه «افغانستان» دی د ثبات، امنیت او ښې حکومتوالي څښتن ووسي چې وکولای شي د پله په څېر د دې دواړو هېوادونو په نښلولو سره د انرژۍ او صنعت د انتقال پل شي.
چې له دې لارې به نه یوازې افغانستان د کال سلګونه میليونه ډالر تر لاسه کړي، بلکې کولای شي چې د صنعت، ټرانزيټ او پانګونې برخه کې ښه فرصتونه په لاس ورشي او تر څنګ یې افغانستان د دې حوزو د نښلولو په صورت کې کولاي شي د دې دواړو حوزو د خلکو او حکومتونو تر منځ د پرمختګ خنډونه له منځه یوسي چې په سیمه کې د انرژي د رسولو تر څنګ د صنعت د پرمختګ شاهدان اووسو.
خو دا باید هېره نه کړو چې په دې برخه کې زیات کار ته اړتیا ده چې پاکستان خپله پالیسي تغیير کړي او تر څنګ یې د ټروریسټي ګروپونو د ملاتړ پر ځای خپلې ګټې په مشترکو اقتصادي لویو پروژو کې ولټوي او همدارنګه باید د مرکزي اسیا هېوادونه هم د خپلې انرژۍ د خرڅلاو له‌پاره پر پاکستان فشار راوړي چې په دې برخه کې هغوی د ټروریزم له ملاتړه لاس واخلي، له دې سره جوخت باید د هندوستان او پاکستان تر منځ تاوتریخوالي کم او ټول مسایل په اقتصادي ګډو ګټو راټول شي؛ نو لرې نه ده چې د یوې باثباته او پرمختللې اسیا شاهدان شو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.