جمعه, ۲۸ غويی ۱۴۰۳

جنګ که سرطان ډېر افغانان وژني؟

24 لړم 1397 له تاند څخه په مننې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هر کال شاوخوا ۲۰ زره افغانان د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي چې ۱۵ زره یې مري.
د عامې روغتیا وزارت یوه چارواکي ډاکتر سید حبیب اروال د چهارشنبې په ورځ /اکتوبر۳۱/ رسنیو ته وویل چې په افغانستان کې تر ټولو عام سرطان د سیمې سرطان دی.
«په هرو ۹ ښځو کې یوه د تي په سرطان اخته کېږي او له همدې کبله د سینې سرطان د ماشوم په زېږولو تر مړینو وروسته د ښځو لپاره تر ټولو وژونکې ناروغي ده چې دا د اندېښنې وړ ده. خو په مجموع کې هر کال ۲۰ زره تنه په سرطان اخته کېږي او ۱۵ زره یې مري.»
دا په داسې حال کې ده چې په نورو هیوادونو کې د سرطانونو په منځ کې د سینې سرطان تر نورو په اسانه تشخیص کېږي او اکثره ناروغان یې درمل کېږي.
ډاکتر اروال هم وايي چې د سینې د سرطان مخنیوی او معالجه ممکنه ده خو شرط دا دی چې په وخت تشخیص شي.
د روغتیا نړیواله اداره وايي چې سرطان په نړۍ کې د مړینو دوهم لوی علت دی. د دې ادارې د راپورونو له مخې په روان ۲۰۱۸ م کال په نړۍ کې له ۹ ملیونه او ۶ لکه تنه مړو شویو څخه یو ملیون او ۶ لکه په سرطان مړه شوي دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې پر اساس د سرطان په ناروغۍ په سلو کې ۷۰ مړینې په بېوزلو او کم عاید لرونکو هیوادونو کې کېږي.
د دې ادارې پر اساس په هرو درو کې یو تن د خوراکي رژیم، د مېوې او سبزیو د نه خوراک، د جسمي فعالیت د کموالي، د تمباکو او الکولو د استعمال له کبله په سرطان اخته کېږي.
په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او درملنې امکانات خورا لږ دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې یوازې دوه مرکزونه په ټول هیواد کې شته چې یو د کابل په جمهوریت روغتون کې دی او بل د کابل په استقلال روغتون کې. خو دا وزارت په پام کې لري چې د کابل په طبي پوهنتون کې هم یو مرکز جوړ کړي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور پر اساس په نړۍ کې تر ټولو زیات سرطانونه دا دي:
د سږو سرطان: ۲ ملیونه او ۹ زره
د سینې سرطان ۲ ملیونه او ۹ زره
کالوریکټل سرطان ۱ ملیون او ۸۰ زره
د پروسټېټ سرطان ۱ ملیون او ۲۸ زره
د پوستکی سرطان یو ملیون او ۴ زره
د معدې سرطان ۱ ملیون او ۳ زره
په کوم سرطان ډېر خلک مري:
د سږي سرطان ۱ ملیون او ۷۶ زره
د کالوریکټل سرطان ۸ لکه او ۶۲ زره
د معدې سرطان ۷ لکه ۸۳ زره
د ځیګر سرطان ۷ لکه ۸۳ زره
د سینې سرطان ۶ لکه ۲۷ زره
د روغتیا نړیواله اداره وايي چې که وقایوي تدابیر عملي شي له ۳۰ تر ۵۰ سلنه سرطانونو مخه نیول کېدای شي.


دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.