جمعه, ۲۸ غويی ۱۴۰۳

که لمر مړ شي، نو څه به پېښ شي؟

10 ليندی 1397 ژباړه: رحمت کټوازی

که لمر همدا اوس فنا شي، نو دا به څنګه وي؟ ایا تاسي به د دې وړتیا ولرئ چې له ابدي تیارې او سړې هوا سره مقاومت وکړئ؟ په فضا کې به یې تلل څنګه وي؟ لمر په لمریز نظام کې یوازینی ستوری دی، چې په ځمکه کې هر شي ته ژوند ورکوي. خو که لمر فنا شي، نو موږ به بیا هم ژوندي یو؟ حقیقت دا دی چې په لومړيو اته نیمو دقیقو کې به هیڅ ترې خبر نه شو، دا ځکه چې په همدومره وخت کې لمریزې وړانګې زموږ سیارې (ځمکې) ته رارسېږي. نو حتی که لمر فنا هم شي، نو د لمر وروستۍ وړانګه به ۵۱۰ ثانیې وخت ونیسي چې ستاسي پوستوکي ته ورسېږي. خو د جاذبې قوه به څنګه کېږي؟ لمر په لمریز نطام کې د جاذبې تر ټولو قوي قوه ده چې ټولې اته سیارې یې پر مدار څرخي. نو که لمر فنا شي، نو موږ به فضا ته ولاړ شو؟ هو، مګر  فورا نه. د انشټاین د (General Relativity)نظریې پر اساس، د جاذبې قوه به تېزه شي. په دې نظریه کې هغه ویلي چې د جاذبې قوه عیني لکه وړانګې داسي تیزه ده، او فوري

 

(ژر) واقع کېدونکې ده، لکه څرنګه چې پخوا هم فکر کېده.

 

 

د دې مانا دا ده چې ځمکه به له یوه فنا شوي ستوري سره سره، بیا هم په مدار څرخي، چې د راتلونکې تیارې به هیڅ نښه نه لیدله کېږي. مګر په هغو اته نیمو دقیقو کې چې د لمر وروستۍ شعاوې لمر ته رسېږي، نو ابدي شپه به زموږ لپاره یواځینۍ ستونزه نه وي، بلکه په عین حالت کې چې لمر له اسمانه فنا کېږي، نو ځمکه به په فضا کې تګ پیل کړي، چې ۱۸ میل/ سیکینډ به وي او داسي ویل کېږي چې ځکه به له نورو سیارو او یا هم اسماني ستورو سره نه لګېږي، او نه به هم په تور غار (Black Hole) کې نښلي، مګر ځمکه به په مستقیمه کرښه د ۴۳۰۰۰ کلونو لپاره حرکت کوي مخکې له دې چې ځمکه یو بل ستوری پیدا کوي چې په مدار یې وڅرخي. مګر تاسي په دې اړوند اندېښنه مه کوئ، په دوو سانیو کې دننه به سپوږمۍ هم تیاره شي، ځکه چې د لمر کومې وړانګې به نه وي چې سپوږمۍ یې منعکسې کړي، خو ستوري به هماغسي ځلېږي، او ستاسو برېښنا به هم کار کوي پرته له هغې برېښنا نه چې په لمرینو تختو چلېږي. اما، د جاذبې قوه او روښنایي (رڼا) یوځیني څیزونه نه دي چې موږ د لمر لپاره زړه ور پوري وتړو، مګر نباتات د لمر فوټوسینتیسیز (ترکیبي موادو) ته اړتیا لري.  دا چې دغه رڼا په انرژي بدلېږي او په دې نباتات ژوندي وي، چې د لمر له وړانګو بغیر به ډېری واړه نباتات په څو ورځو کې مړه شي. مګر لوی هغه لکه ونې به تر څو لسیزو پوري پاته وي، ځکه چې ددوئ د میتابولیزم عملیه ورو ده.

د خوړو ځنځیر به زیانمن کړل شي، او ډېری حیوانات به کرار کرار مړه شي. صرف هغه حیوانات چې له مړو شیانو تغذیه کېږي به تر هغه وخته پاته وي، چې یخی (کرل) شي او مړه شي. دا په دې خاطر چې په یوه انۍ کې دننه به د حرارت درجه دومره کښته شي چې هډونه به یخی کوي(۳۲ فارنهایټ ته) او د لومړي کال تر پایه به منفي ۱۵۰ درجې حرارت نوی معیار شي او تر هغې به لاندي (ښکته) ځي چې د حرارت درجه منفي ۴۰۰ فارنهایټ ته ورسېږي. سمندرونه به هم په یخی کېدلو پیل وکړي مګر دغه یخی به یې صرفه پر باندنۍ سطح وي. مګر له اورغورځوونکو مننه، دوئ به په لاندينۍ برخه کې تر هغه مایع پاته وي چې د یخي تر یوې لویې ټوټې لاندي راشي. که چېرته غواړئ چې خوشبخته شئ، نو د سمندرونو د تل خواته ولاړ شئ. په پای کې، هغه ژوندي شیان چې د جیوترمل وینټس شاوخوا ته اوسي، به یواځيني ژوندي شیان وي چې کوم بدلون به احساس نه کړي، دوئ لمر ته اړتیا نه لري چې ژوندي پرې پاته شي او بیلیونونه کلونه به تر هغه وخته دوام وکړي، چې ځمګه د یخ (کرل) په یوه ټوټه بدله شي او په فضا کې حرکت کوي.


*ښاغلی رحمت کټوازی د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهځي د انګلیسي دیپارتمنټ ريیس دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.