جمعه, ۲۸ غويی ۱۴۰۳

فوټبالره یم، خو نڅاګره نه یم

17 ليندی 1397 چنار راډيو

په پاریس کې د سه شنبې په ماښام د فوټبال د غوره لوبغاړو د جایزې په کلنیو مراسمو کې د یوه سندرغاړي ټوکې پر ټولنیزو مراسمو تود بحث را پارولی.‌

په دې مراسمو کې د ناروې د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړې ادا هېګربرګ د کال غوره فوټبالر ونومول شوه.‌

کله چې ادا سټېج ته د خپلې جایزې ترلاسه کولو لپاره را وختله،‌ د سټېج پر سر ولاړ فرانسوي سندرغاړي ترېنه پوښتنه وکړه چې ایا نڅا یې هم زده او که نه.‌

ادا هغه ته د نه ځواب ورکړ،‌ خو له څېرې یې داسې ښکارېده چې دا خبره پرې بده ولګېده.‌

وروسته پر خواله رسنیو هم خلکو د فرانسوي سندرغاړي دا ټوکه وغندله. ډېر په دې باور وو چې دا ټوکه د هغې شېبې لپاره مناسبه نه وه، او که یوه ښځه ښه فوټبال کوي نو په دې مانا نه ده چې ښه نڅا یې هم زده.‌

سندرغاړي تر مراسمو وروسته له ادا نه بښنه وغوښته،‌ او وایي‌ هغه پوهه شوې چې ده ورسره ټوکه کوله.

د ريال مادريد فوټبال کلب او د کرويشيا منځډګرى لوبغاړى لوکا موډرېچ د ۲۰۱۸ کال غوره نارینه فوټبال لوبغاړی ونومول شو. نوموړي تېره ورځ د فیفا په مراسمو کې د "بالون دي اور" په نامه دا لقب خپل کړ.

 دا په يوه لسيزه کې لومړى ځل دى چې دغه وياړ د لیونل ميسي او کرشیانو رونالډو له لاسه وځي او یو بل څوک یې اخلي.

د ښځو د غوره فوټبالرې جایزه د لیون کلب او د ناروې د ملي لوبډلې ادا هېګربرګ ته ورکړل شوه.

۲۳ کلنې ادا په خبلو خبرو کې وویل، د نړۍ نجونو ته دا پيغام ورکول غواړي چې باید پر خپل ځان باور ولري.

دا په يوه لسيزه کې لومړى ځل دى چې دغه وياړ د لیونل ميسي او کرشیانو رونالډو له لاسه وځي او یو بل څوک یې اخلي.

موډرېچ خپله جایزه هغو لوبغاړو ته ډالۍ کړه چې د ده په وینا، د میسي او رونالډو له لاسه په تېرو لسو

٣٣ کلن موډرېچ په ٢٠١٨ کال کې په درېيم پرله پسې ځل له ريال مادريد سره د اروپا د اتلانو جام يا چمپېنز ليګ اتلولي وګټله.

نوموړي همدا راز سږ کال له خپلې ملي لوبډلې کروشیا سره په روسيه کې د فوټبال نړیوا جام پايلوبې ته ځان ورساوه، خو فرانسې ترې پایلوبه وګټله.

 
  موډرېچ روان کال د فوټبال د نړیوال جام سیالیو غوره لوبغاړی هم و

موډرېچ د نړیوال جام د سیالیو غوره لوبغاړی هم نومول شوی و، او اوس یې د کلبونو په کچه هم د ۲۰۱۸ کال غوره لوبغاړي ویاړ خپل کړ.

په تېرو لسو کلونو کې يوازې لېونېل ميسي يا کرشيانو رونالډو دا وياړ خپل کړى و.

د غوره لوبغاړيو په ټاکنه کې سږ کال رونالدو دويم او ميسي په پنځم دريځ کې و.

له بي بي سي سره په خبرو کې مادريچ وويل دا وياړ له هغو ټولو لوبغاړو سره شريکوي چې په ريال مادريد يا د کرويشيا په ملي لوبډله کې ورسره لوبېدلي دي:

"دا چې ما ته د کال د غوره لوبغاړي په سترګه کتل شوي دي مطلب يې دا دى چې ما به په دې کال کې د لوبو پر وخت يو نه يو څه ځانګړي کړي وي. نو ٢٠١٧-١٨ کال ما ته ځانګړى دى".

په تېرو ١٠ کلونو کې رونالدو پنځه ځله او مېسي هم پنځه ځله دغه وياړ خپل کړى دى.

د کال غوره لوبغاړي جایزه له ١٩٥٦ کال راهيسې هر کال يوه لوبغاړي ته ورکول کېږي.

لومړنى ګټونکى يې د انګلنډ سټنلي ماتيوز و.

د دې جایزې لپاره د هر کال په ترڅ کې د ٣٠ ځلېدلو لوبغاړو نوملړ ته د نړۍ په لرو بر کې خبريالان رايه ورکوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.