جمعه, ۲۸ غويی ۱۴۰۳

هغه عمل چې سفر کې مو تر زندانه رسولی شي

17 ليندی 1397 شرافت مندوزی

د بریتانوي محصل متیو هیدجز قضیه، چې په وروستیو کې متحده عربي اماراتو کې د جاسوسۍ په تور بندي شو، د نورو مسافرو لپاره پند دی چې د سفر پرمهال هم سړي ته لویه لانجه پیدا کېدای شي.

هیدجز اماراتو کې د لنډ وخت لپاره بندي او بیا وبښل شو.

خو ددغه ۱۹ کلن بریتانوي ځوان کورنۍ وايي، اوس هغه مصر کې د جاسوسۍ د تورونو له کبله بند پاتې دی.

د سفر پرمهال مسافرو ته د هغو هېوادونو پر قوانینو پوهېدل مهم دي چې سفر ورته کوي، په دود، عاداتو او سیمه ییزو قوانینو پوهېدل یې هم ضرور دي.

د روان کال لومړیو کې، د برتانیا د بهرنیو چارو او د همګټو چارو وزارت خپل وګړي د هغو هېوادونو په اړه د کافي معلوماتو لوستلو ته هڅولي وو چې غواړي سفر ورته وکړي.

لاندې ځینې مهمې سپارښتنې دي، چې ځینو هېوادونو ته د سفر پرمهال باید پام ورته وشي:

تایلنډ کې معمول بانک نوټ تر پښو لاندې نه کړئ

په تایلنډ کې د لرغوني شاهي قانون له مخې، د شاهۍ کورنۍ د غړو انځورونو ته سپکاوی یو خطرناک جرم ګڼل کېږي.

نو، د تایلنډ پر کاغذي بانک نوټ - چې د شاهۍ کورنۍ انځورونه پرې چاپ شوي، پښه اېښودل جرم دی چې ان تر زندانه سړی رسولی شي؛ ځکه چې په اصل کې د شاهي کورنۍ د غړو پر انځور پښه اېښودل او دوی ته سپکاوي ګڼل کېږي.

جاپان کې ژاولې مه ژویئ

په جاپان کې پر ځمکه د ژوول شوې ژاولې (زاولې) غورځول لکه تایلنډ کې بانک نوټ ته د سپکاوي په شان سزا لري.

که چا ژاولې پر ځمکه وغورځولې، نو ۴۰۰ پونډه باید ورکړي او که نغدي جریمه نه شي ورکولی، باید زندان ته واستول شي.

سنګاپور کې هم د غاښونو د ستونزو له درملنې پرته او یا دا چې په ژوولو سره یې سیګرټ پرېښودل کېدای شي، د ژاولو پر ژوولو بندیز دی؛ نو تاسو سنګاپور کې ژاولې نه پېرلی او نه پلورلی شئ.

ښار کې د لامبو پر جامو اغوستلو بندیز

په بارسلونا کې د ۲۰۱۱ قانون له مخې، په عامو ځایونو کې چې له سمندرغاړو لیرې وي، د لامبو د جامو پر اغوستلو بندیز دی.

که چا دا مخالفت وکړ، نو سل پونډه به جریمه کېږي.

سمندر کې متیازې مه کوئ

پرتګال کې مو که سمندر کې متیازې وکړې، نو قانون مو مات کړ. که څه هم تر اوسه ښکاره نه ده چې دا قانون به څنګه تطبیقېږي، خو باید پام مو وي چې قضا حاجت مو په تشنابونو کې رفع کړئ.

بندې ګولۍ مه درسره وړئ

په جاپان کې پر ځواکمنوونکو درملو بندیز دی، که د سړوښې د مخنیوي په خاطر هم ګولۍ وخورئ، جریمه کېږي.

جاپان ته چې ځئ، که دا ډول درمل درسره وي، درول کېږئ او ګولۍ درنه اخیستل کېږي.

سړو ته د لامبو جامې

فرانسې ته چې تلئ، باید خپل "شورټ" کور کې پرېږدئ، هلته د لامبو ډېری حمامونه د لامبو له تنګو جامو پرته نورو جامو ته اجازه نه ورکوي، چې ظاهراً یې د "پاکۍ" مراعاتول دي.

خو که څوک خپل شورټ واغوندي، قانوني مخالف نه ګڼل کېږي، خو د لامبو ځای ته نه پرېښودل کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.