پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

اندېښنې پرېږدئ

18 ليندی 1397 شرافت مندوزی

دا یوه طبیعي خبره ده، چې انسان په خپل ژوند کې د ډول ډول مسایلو له پاره اندېښنه کوي.

خو زموږ لپاره مهمه داده چې پر دغه ډول اندېښنو برلاسي او یا ترې ځان وژغورو.

لاندې پنځه ټکي، له خپل ځان نه د ډېرو  خرابو چورتونو په لرې کولو کې راسره مرسته کوي.

 

لومړی ګام: په یوازیتوب کې د اندېښن په اړه فکر مه کوئ.

 

 له یوه باوري کس سره د خپلو مسایلو په اړه خبرې وکړئ، هغه له تاسې سره مرسته کوي چې خپل مسایل له یوې بلې زاویې په صحیح او دقیقه بڼه  وڅېړئ.

 

 دویم ګام: حقیقتونه پیدا کړئ.

پلټنه وکړئ، چې ستاسې اندېښنې کوم اساس او بنسټ لري او که نه. د هغه څيزونو نوملړ ولیکئ چې تاسې اندېښمن کوي. دغه کار له تاسې سره د ستونزو او واقعیتونو په بېلولو کې مرسته کوي.

 

 درېیم ګام: پیل وکړئ.

د خپل وخت او خوراک لپاره چورت مه وهئ؛ لومړی دغه ډول مسایلو ته ځیر شئ او بیا یې  منځه یوسئ. او که زور مو پرې نه رسېد تېښته ترې وکړئ. تېښته نه یوازې په ستونزو کې کموالی راولي، بلکې د یوه د مثبت لټون الهام هم درکوي.

 

څلورم ګام: د خپل وجود ساتنه وکړئ.

تل ګټور خواړه وخورئ، لږ خوب او ډېر سپورت وکړئ. سپورټي تمرینونه د وجود د غړو او د ټول بدن د ارامتیا سبب ګرځي.

 

 پنځم ګام: همدغه شېبه ژوند وکړئ.

هر ځل د هغه څه په اړه اندېښنه مه کوئ، چې په راتلونکي کې ورسره مخامخ کېږئ او یا په ماضي کې پېښ شوي وي. اوس یوازې پر حال تمرکز وکړئ.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.