پنجشنبه, ۲۷ غويی ۱۴۰۳

که ماشوم ته تی نه ورکوئ ، شکره کېږئ

21 ليندی 1397 محمدصادق کریمزی

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

د څېړونکيو په باور هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو تر یوه کاله تی ورکوي، د هغو په پرتله چې خپل ماشوم ته شپږ میاشتې شیده ورکوي او یا طبيعي خواړه ورکوي د شکرې خطرات نږدې نیم په نیمه را کمېږي.

په «جاما» طبي ژورنال کې خپره شوې څېړنه کاږي طبیعي شیدې ورکول نه یوازې ماشومانو ته ګټورې دي، بلکې د مېندو لپاره هم ډېرې روغتیایي ګټې لري.

امریکايي روغتیاپالان وايي، دا څېړنه یې په ۱۲۳۸تنه هغه مېرمنو کړې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلنو په منځ کې وو او په پایله کې ثابته شوه چې طبیعي شیدې یا تي ورکولو موده او د شکرې ناروغۍ د خطر کمېدلو تر منځ قوي اړیکه شته.

دې څېړنې دا نه دي په ډاګه کړي چې ولې تر اوږدې مودې پورې شیدې ورکول کولای شي په شکره د اخته کېدو خطر راکم کړي.

ویل کېږي زیات شمېر مېندې د امېندواري پر وخت په شکره ناروغي اخته کېږي چې دغه یو عادي جریان دی او روغتیایي څارنې او سم غذایي رژیم ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې یوې بلې څېړنې ثابته کړې وه چې مېندې کولای شي په طبیعي ډول ماشومانو ته تي ورکولو، په بدني تمرینونو، د وزن په کمولو او د ژوند د بڼې په بدلولو سره په بدن کې د شکرې له ناروغۍ سره سره د تیو «سینو» او رحم د سرطان مخه ونیسي

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.